1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا رښیتا افغان زده کوونکي مسمومیږي؟

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

په وروستیو کې یو شمیر زده کوونکې له خپلو ښوونځیو څخه روغتونونو ته واستول شوې. چارواکو وویل چې هغوی مسمومې شوې وې خو دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان اوس وایي چې کیدای شي دغه زده کوونکې هیڅ مسمومې شوې نه وي.

https://p.dw.com/p/153Wr

په ورستیو کې په افغانستان کې د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکې په مسموم حالت کې روغتون ته ولیږدولې شوې. افغان چارواکي تل تر داسې پېښو وروسته پر یاغیانو باندې د هغوی پړه وراچوي. خو اوس داسې نښانې لیدلې شوې دي چې کیدای شي دا پېښې یوازې د روحي فشارونو له کبله رامنځ ته شوې وي او د یاغیانو او طالبانو لاس پکښې نه وي.

په وروستیو کې د تخار په ولایت کې د یوه ښځینه ښوونځي ۱۲۰ زده کوونکې روغتون ته ولیږدول شوې. د دغو زده کوونکو له ډلې څخه یو شمیر ئې بې هوشه وې او یو شمیر نورو ئې شکایت درلود چې ځپل ځانونه ښه نه احساسوي.

محلي چارواکو تر دې پېښې وروسته پر طالبانو تور ولگاوه چې دغه زده کوونکې ئې د یوه ډول گاز په واسطه مسمومې کړې دي. په دوه نورو پېښو کې بیا ویل شوي دي چې زده کوونکې د زهرجنو اوبو او زهرجن گاز په واسطه مسمومې شوې دي.

په دغه شان پېښو کې تل زده کوونکې روغتونونو ته لیږدول کیږي او تر لنډې مودې وروسته د روغتون له خوا بیرته رخصتیږي. د روغتون چارواکي تل وایي چې دوی له دې زده کوونکو څخه د وینې او نورې نمونې اخیستې دي چې و ئې څیړی او د زده کوونکو د مسمومیت لامل پیدا کړی.

ډیر وخت تر دغه شان پیښو وروسته بیا د هغوی په اړه د څیړنو پایلې نه خپریږي. دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې نه افغان ډاکترانو او نه هم ناټو له زده کوونکو څخه په تر لاسه شوو نمونو کې داسې نښانې پیدا کړي دي چې وښيي چې دا زده کوونکې مسمومې شوې وې.

په همدې حال کې کارپوهان وایي چې په دغو پېښو کې د هایستریا نښانې لیدل کیږي. هایستریا یو ډول رواني ناروغۍ ده او پکښې وگړي داسې احساس کوي چې هغوی ناروغه دي خو په اصل کې هغوی ناروغه نه وي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند سید عنایت الله حفیظ، ویلي دي چې لا تر اوسه پورې افغان حکومت له دغو زده کوونکو څخه په اخیستل شوو نمونو کې داسې کوم علایم نه دي پیدا کړي چې وښيي هغوی مسموم شوي ول.

د افغانستان د روغتیا د وزارت ویاند داکتر غلام سخي کارگر نوراوغلي، هم له المان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې تر اوسه پورې هغوی داسې شواهد نه دي تر لاسه کړي چې وښيي دغه زده کوونکې مسمومې شوې وې:

«موږ په ډیرو مواردو کې هیڅ څه هم نه دي پیدا کړي... یو احتمال کیدای شي چې د هیستریا ناروغي وي. کیدای شي چې په ټولگي کې یوه نجلۍ د گرمۍ له وجې بې هوشه شي او پر نورو زده کوونکو هم ناوړه اغیزه واچوي.»

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو یوه ویاند هم ویلي دي چې د افغان حکومت په درخواست هغوی له ۲۰۰ داسې زده کوونکو څخه نمونې اخیستي دي چې وویل شوي ول چې مسمومې شوې دي. دې ویاند زیاته کړې ده چې لومړنۍ څیړنې ښیي چې د دغو زده کوونکو په اوبو او د هغوي په چاپیریال کې هیڅ ډول زهرجن مواد نه ول گډ شوي.

کارپوهان وایي چې کیدای شي دغه پېښې د یوې عمومي هایستریا له کبله رامنځ ته شوې وي. په داسې پېښو کې یوه یا څو زده کوونکې پر نورو باندې روانې تأثیر ور اچوي او هغوی داسې احساس کوي چې گواکې ناروغه دي.

په نوې زیلاند کې مشیت یو کارپوه بارتولومیو، هم وایي چې په افغانستان کې رامنځ ته شوې پېښې کیدای شي د عمومي هایستریا پېښې وي. هغه په ۱۵۶۶ کلونو کې په اروپا کې د ورته ۶۰۰ پېښو په اړه معلومات راټول کړي دي. دغه کارپوه ویلي دي چې دغه ډول پېښې په داسې هیوادونو کې رامنځ ته کیږي چې پکښې جگړه روانه وي. د هغه په خبره په افغانستان کې دا پېښې کیدای شي له طالبانو څخه د بیرې د شتون له کبله هم رامنځ ته شوې وي.

په افغانستان کې د روانې ناروغیو د څانگې مسئول بشیر احمد سروري، ویلي دي په دې هیواد کې دیرش کلنې جگړې څه نا څه پنځوس سلنه افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

طالبانو هم د یکشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې ئې د دغو بریدونو د مسئولیت له پر غاړه اخیستلو څخه انکار کړی وو. هغوی همداراز ویلي وو چې هر څوک چې د زده کوونکو د مسمومیت تر شا وي باید د اسلام د دین مطابق ورته سزا ورکړل شي.

آژانسونه/ دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض