1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر یونان وروسته د ایټالیا لار هم د کډوالو پر مخ تړل کیږي؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۶, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ویلD چې د اروپا د کډوالو کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی دی. هغه زیاته کړې چې په راتلونکې کې ښایي له شمالي افریفايي هیوادونو سره تړونونو ته اړتیا وي څو د کډوالو د هجوم مخه ونیول شي.

https://p.dw.com/p/1IOtV
انځور: picture alliance/dpa/ Italian Navy Press Office

د ‌اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د کډوالو په اړه یو تړون د دوشنبې په ورځ عملي شو. د دغه تړون له مخې کډوال له یونان او نورو اروپايي هیوادونو څخه ترکیې ته لیږدول کیږي او د دې په عوض کې ترکیه له دې هیواد څخه د شرایطو وړ سوریايي کډوال پر اروپايي هیوادونو باندې ویشي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، ویلي دي چې همدا اوس هم له اتریش سره د آلمان پولې ته د کډوالو د راتلو کچه ډیره لویدلې ده. هغه ویلي دي چې اوس په اوسط ډول هره ورځ دې ځای ته ۱۴۰ تنه پناه غوښتونکي رسیږي.

دیمزیر د «تاگس شپیگل ام زونتاگ» ته ویلي دي: «زه کولای شم له ډیر احتیاط سره ووایم چې د کډوالو د کړکیچ اوج تیر شوی دی.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیرانځور: Reuters/H. Hanschke

خو دغه آلماني چارواکي ټینګار کړی دی چې اوس هم باید ډیرې پوښتنې ځواب شي: «په دې کې له ترکیې سره د شوي تړون پلي کول شامل دي څو په عین حال کې که کډوال د بیلګې په توګه د لیبیا او یا هم ایټالیا له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه وکړي، نو باید د نورو حل لارو له پاره هم لټه وشي.»

هغه ویلي دي: «که یو ځل بیا ډیر کسان له دې لارو [اروپا ته] راشي، نو موږ ښايي اړ شو چې داسې حل لارې ولټوو لکه له ترکیې سره د ټړون په څیر. موږ باید همداراز د شمالي افریقا له هیوادونو سره هم خبرو کې ښکیل شو.»

دیمیزیر ویلي دي چې د هغو کسانو له پاره چې د ایټالیا له لارې اروپا ته د رسیدو هڅې کوي، ښايي د شمالي افریقا په هیوادونو کې کمپونه جوړ شي. خو هغه ویلي دي چې د دغه شان توافقونو تر لاسه کولو له پاره لا ډیر کار ته اړتیا شته.