1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثريت سوسيال ديموکراټان د افغانستان د پوځي ماموريت ملاتړ کوي

۱۳۸۸ بهمن ۲۸, چهارشنبه

دالمان داتحادي جمهوريت دتورو اود زيړو يعني مسيحي ديموکرات اوآزاد ديموکرات دګوندونواتلاف پردي حساب کولای شي چي په پارلمان کي به مخالف ګوندونونه دافغانستان په وړاندي ددي اتلافي حکومت دنوي ستراتيژۍ ملاتړ وکړي

https://p.dw.com/p/M3d5
انځور: AP

دالمان داتحادي جمهوريت دتورو اود زيړو يعني مسيحي ديموکرات اوآزاد ديموکرات دګوندونواتلاف پردي حساب کولای شي چي په پارلمان کي به مخالف ګوندونونه دافغانستان په وړاندي ددې اتلافي حکومت دنوي ستراتيژۍ ملاتړ وکړي . داخبرد « زيود دو يچه څايتونګ» نومي ورځپاڼي په خپلي دسه شنبې دورځي په ګڼه کي خپورکړيدی . لکه هسي چي نوموړي پاڼه دسوسيال ديمکرات دګوند دکړيو په حواله مخ په وړاندي ليکي په پارلمان کي به ددغه ګوند د146 وکيلانو له ډلي څخه يوازي دشلو تنو په شاوخوا کي لدې ستراتيژۍ سره موافقه ونکړي .

همدغه ډول دشنو دګوند ځني وکيلان هم ددېستراتيژۍ طرحي ته مثبته رايه ورکوي . درايو داخيستو په وخت کي به په پارلمان کي دسوسيال ديموکرات دګوند دپارلماني ډلي مشر فرانک والتر شتاين ماير لکه هسي چي داونۍ په سرکي ويل شوي ،هڅه وکړي چي ټوله نوموړې پارلماني ډله ددې طرحي په پلوۍ رايه ورکړي . خوشتاين ماير پدې عقيده دی چي لکه دپخوانيو رای اخيستنو په شان به دسوسيال ديموکرات دګوند ځني وکيلان بل نظرولري . په افغانستان کي به دالمان دپوځ شمير 500 نور دساتني او ښوني لپاره ډير کړای شي او350کسه نور به داړي دوخت لپاره داحتياطو عسکرو په حيث په پام کي ونيول شي . دمثال په ډول دټاکنو په وخت کي دګمارلو لپاره . له 4500نه5350 ته دعسکرو دشمير د ډيريدو په هکله به پارلمان همدا دفبرورۍ په مياشت کي پريکړه وکړي .

پدې منځ کي دالمان دپوځ نوي ستر پلټونکي فولکرويکر په افغانستان کي دبريا دژر ترلاسه کيدو طمع نلري . دالمان له ټولوڅخه دلوړي کچي عسکر د« ولت» دورځپاڼي دسه شنبې دورځي له ګڼي سره په خبرو کي همدا اوس له افغانستان څخه دالماني پوځ دويستلو دنيټي له ټاکلو څخه اخطار ورکړيدی ، اوزياته کړې يې ده چي له افغانستان څخه قدم په قدم دالمان دپوځ ويستل يوازي په هغه هيواد کي دملکي بيارغيدو په صورت کي کيدای شي . پدې برخه کي هم ممکن سړی خپلو ټولو هدفونوته له ټاکلي وخت سره سم ونسي رسيدای . ويکر چي له يوې مياشتي راپديخوا دستر پلټونکي په مقام کي کارکوي، هم دافغانستان لپاره دحکومت دنوي ستراتيژۍپلوي وکړه . ده ويلي دي چي لمړنۍ موخه اوس له طالبانوسره جګړه نه ، بلکه ددوی له بريدونوڅخه دملکي وکړو ساتل ، ملکي بيا رغونه، اودافغانستان دامنيت دساتلو لپاره دامنيتي ځواکونو دتوان پيدا کول دي .

Ag dpa / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري