1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثريت افغانان دخارجي قواوو ژر ترژره وتل غواړي

۱۳۸۷ بهمن ۲۱, دوشنبه

د هغي ټول پوښتني پراساس چه نن د جرمني د کولن په ښار کښي خپره سوه ، ډير لږ افغانان يعني 40 فيصده خلګ لا پدې عقيده دي ،چه افغانستان پر سمه لار روان دی . درې کاله مخکي هغه 77 فيصده وه ...

https://p.dw.com/p/Gq9w
په افغانستان کښي دناټو قواوي،چه اوس يې ديوې ټول پوښتني له مخی اکثره افغانان د وتلو غوښتنه کوی
په افغانستان کښي دناټو قواوي،چه اوس يې ديوې ټول پوښتني له مخی اکثره افغانان د وتلو غوښتنه کویانځور: picture-alliance/ dpa

د اولي پلا دپاره اکثريت افغانان ددې غوښتونکي دي ،چه امريکايي او دناټو قواوي دي ژر ترژره د افغانستان څخه ووزي ،او دهغو کسانو تعداد چه غواړي د طالبانو سره روغه او جوړه وسي ،مخ پر زياتيدو دي .

د جرمني د ARD د چينل ،BBC او امريکايي چينل ABC لخوا تنظيم سوي ټولپوښتني کښي چه نن نشر ته سپارل سوې ده ،راغلي دي چه د تشدد،غربت ، اختلاس او رشوت د په نظر کي نيولو سره د هر لسم افغان څخه څلرم تن يې پدې نظر دی ،چه هيواد پر غلطه خوا روان دی .

يوازي 22 فيصده افغانان پدې عقيده دي ،چه د ناټو او متحده ايالاتو عسکر و د قناعت وړ کارونه سرته رسولي دي ،چه درې کاله مخکي هغه 69 فيصده وه .

دغه ټول پوښتنه دډسامبر د آخري څخه بيا د جنورۍ تر نيمايي پوري تر سره سوې ده، چه د 1500 انتخاب سووافغانانو څخه ديوې افغاني مؤسسې لخوا په ټولو 34 ولايتو کښي پوښتني سوي دي .

پر خارجي قواوو باندي حملو او بمي چادنو ته هر پنځم افغان ښه وايي .

د امريکا اعتبار او پرستيژ د پخوا په نسبت ډير راکښته سوی دی ،چه په اوله کي 83 فيصده ،په 2005 کال کي 65 فيصده او اوس 47 فيصدو ته راکښته سوی دی . خو بلامقابل د هندوستان او ايران اعتبار او پرستيژ بيا لوړ سوی دی .