1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپوزیسیون: د سوریې پاڅونکوونکو ۲۸ تنه دولتي سرتیري وژلي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/16bmR

د سوریې د اپوزیسیون د راپور پر اساس د دغه هیواد په شمال کې پاڅون کوونکو د پوځ د تالاشې په یوه پوسته برید کړی دی چې په پایله کې یې ۲۸ تنه دولتي سرتیري وژل شوي دي. د سوریایي بشري حقونو د ټولنې د راپور پر اساس په دغه بریدونو کې پنځه تنه پاڅون کوونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لکه څرنگه چې په یوه ویدیوي فلم کې لیدل کیږي، زیاتره سرتیري په ډزو وژل شوي دي، په داسې حال کې چې دغه سرتیرو ځانونه تسلیم کړي وو. د دغه وژنو له پاره د «جبهات النصره» په نوم د پاڅون کوونکو ډله گرم بلل شوې ده، د کومې په اړه چې ویل کیږي چې د القاعدې له ترهگرې شبکې سره نزدي اړیکي لري.

په سوریه کې د اختر په شپو او ورځو کې یو اوربند چې د دولتي ځواکونو او اپوزیسیون تر منځ پرې موافقه شوې ډیر لږ مراعات شوی وو. د رپوټونو په حواله د سوریې پوځ د سه شنبې په ورځ له سره نوي پوځي عملیات پیل کړي دي. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي لخضر براهیمي ویلي دي چې د سوریې اپوزیسیون له خوا هم اوربند نه دی مراعات شوی.