1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اُتريش په مقدونيه او سربستان کي د مهاجرو مخنيوی غواړي

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

د اُتريش هيواد غواړي چي د هغو پناه غوښتونکو د بهير مخه ونيسي چي له مقدونيې او سربستان څخه دغه هيواد ته رسيږي. دغه هيواد په روان کال کي صرف د ۳۷۵۰۰ پناه غوښتونکو د منلو پوله ټاکلې ده.

https://p.dw.com/p/1HqYA
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

د اُتريش د بهرنيو چارو وزير زېباسټاين کُرڅ د جمعې په ورځ په امستردام کي وويل چي که يونان په نژدې راتلونکي وخت کي د ترکيې سره د خپلي پولي په ساتلو بريالي نه سي، نو به اُتريش «نوري لاري ولټوي.» کُرڅ دغه څرګندونې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي وکړې. هغه وويل چي اوس لا بايد د مقدونيې او سربستان سره پر دې خبري وسي، چي د يونان سره خپل سرحدونه څنګه ټينګولای سي.

کُرڅ په خپلو څرګندونو کي زياته کړه چي د بالقان هيوادونه دې ته چمتو دي چي «د پناه غوښتونکو د بهير په کمولو، لږولو او حتی درولو کي» مرسته وکړي. هغه وويل چي په دې ترڅ کي د هاټ سپاټس په نوم د مهاجرو د ثبتولو د مراکزو جوړونه او د پولو د ساتنې موضوع هم مطرح ده. د هغه په وينا په دې ترڅ کي درې امکانات سته: دوه اړخيزه همکاري، د ټولي اروپايي اتحاديې سره همکاري او يا د تر ټولو زيات اغېزمن سوو هيوادونو تر منځ همکاري.

کُرڅ د ويانا له خوا په روان مېلادي کال کي د ځان له پاره د ۳۷۵۰۰ پناه غوښتونکو ټاکلې پوله ياده کړه. هغه وويل چي په جنورۍ مياشته کي لا ۷۰۰۰ کسانو په اُتريش کي د پناه غوښتنه کړې. د هغه په وينا د راغلو پناه غوښتونکو د کورنيو د رابلل کېدو په ترڅ کي انتظار کيږي چي ۳۰ زره نور کډوال اُتريش ته راسي. د کُرڅ په وينا له همدې کبله د اُتريش له پاره دا ډېره مهمه موضوع ده چي د پناه غوښتونکو په شمېر کي کموالی راسي.

په عيني حال کي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس دیميزېر د دې غوښتنه کړې ده چي د يونان څخه و ترکيې ته د مهاجرو په بېرته لېږد کي دي چټکي رامنځ ته کړل سي. دا په داسي حال کي ده چي زياتره هغه پناه غوښتونکي چي اروپا ته راځي، د ترکيې څخه يونان او بيا نورو اروپايي هيوادونو ته رسيږي.