1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايکنبيري: طالبانو خپل تکتيک ته تغير ورکړی

۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبه

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير ويلي چي افغان دولت او بهرني ځواکونه بايد په ښارونو کي د طالبانو ځانمرګي بريدونو او حملو ته چمتووالی ولري ځکه چي هغوی اوس خپل تاکتيکونه دغي لاري ته «ډير متمرکز» کړي.

https://p.dw.com/p/10y8V
په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير کارل ايکنبيري
په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير کارل ايکنبيريانځور: AP

کارل ايکنبيري د رويترز خبري آژانس سره په يوه مرکه کي ويلي چي په تيرو څو ورځو کي دا معلومه سوه چي طالبانو تر شاه تګ وروسته د افغان او بهرنيو ځواکونو خلاف په خپله ستراتيژي کي بدلون راوستی.

کندهار ته د سفر پر وخت په خپله مرکه کي هغه وويل «چي موږ داسي احساسوو چي سږکال په دوبي کي به په ځانمرګي بريدونو او حملو کي د تير کال په پرتله په دوامداره توګه ډيروالی راسي.» هغه زياته کړه «ګواکي داسي ښکاري چي هغوی اوس د جګړې په ميدان کي خپل ځواکونه نه سي ټينګولای او د مخامخ جګړې توان نه لري. او هغوی اوس يوه متمرکزه تروريستي مبارزه پيل کړي.»

د دوشنبي په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت پر ودانۍ بريد په تيرو څو ورځو کښي ۴ وو، چي په مختلفو سیمو کښي تر سره سول. د ارګ څخه وروسته د دفاع وزارت تر ټولو مهمه ودانۍ ګڼل کيږي.

د تيري جمعې په ورځ يو تن چي د پوليس يونيفورم يې په تن و د کندهار پر امنيې قومندان خان محمد مجاهد باندي ځانمرگی بريد وکړی او هغه يې د ځان سره وواژه، په يوه بله پيښه کي هم يو تن چي د پوليسو يونيفورم يي په تن وو په لغمان کي د ناټو پر قرار ګاه بريد کړي وو چي په نتجه کي يي د ناټو ۵ بهرني او ۵ افغان عسکر وژل سوي ول.

کارل ايکنبيري د کندهار د والي ويسا سره تر ليدني وروسته د هغه ولايت په کاخريز ولسوالۍ کښي د قومي مشرانو او ځانگړو امريکايي ځواکونو سره وکتل.

هغه د کندهار او د خاکريز د خلکو سره په ناسته کي د نوو مکتبونو او کلينکونو د جوړولو غوښتني اوريدلي، خو په ۲۰۱۴ م کال کي په مکمله توګه افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو په سر د خلکو انديښني هم تر غوږو سوي.

ايکنبيري وايي« په ټوله کي په افغانستان کي يو شک موجود دي. د يو طرفه افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو پر سر د خوښی احساس سته، خو له بله پلوه پدې اړه د انديښنو احساس هم موجود دی.»

د کندهار والي ويسا وايي چي امنيتي وضعه اوس تر پخوا خرابه ده، دولت لا د کندهار د والي د مرستيال د فاتحې پر ټغر ناست و چي ددغه ولايت امنيه قومندان ووژل سو.

د والي په خبره « په هغه کچه چي موږ د امنيت د ټينګولو لپاره ګامونه پورته کوو، د مخالفينو لخوا په کلکه د امنيت د خرابولو کوښښونه کيږي. سختي ورځي مو په مخ کي دي، خو هرڅه به سم سي.»

ايکنبيري واي چي د ځانمرګي بريد کوونکو لخوا د پوليس يونيفورم کارول يو سخت تکتيک وو خو دا نا ممکنه نده چي ددې په مقابل کي دي جګړه وسي.

آژانسونه/ سید رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل