1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا ـ قاچاق وړونکی د مهاجرو په زهيرونه تورن سو

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

د اېټاليې هيواد پوليسو د نورو تورنو تر څنګ د مهاجرو د زهيرونې په تور يو شکمن انساني قاچاق وړونکی نيولی دی. د دغه شکمن کس په هکله ويل سوي چي د صوماليې د هيواد سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/2fUFe
Italien Sizilien Migration Polizei
انځور: Getty Images/AFP/M. Paternostro

د اېټاليې پوليسو د لامپېدوسا په جزيره کي يو کس د مهاجرو د زهيرونې په تور نيولی دی. پر دغه کس د نورو تورونو تر څنګ د انساني قاچاق تور هم دی. کوم کس چي د يادو تورونو په تور نيول سوی دی، په هکله يې زياته سوې چي د صوماليا د هيواد سره تړاو لري.

د اېټاليې پوليسو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۷مه نېټه) وويل چي پر نيول سوي کس تور دی چي يو ليبيايي مهاجر يې په توقيفي کمپ کي تحقير کړی او هغه يې وهلی ټکولی دی. پوليسو د دغه کس د نيولو لامل د وهل سوي ليبيايي مهاجر عريضه بللې ده. د پوليسو په وينا د دغه توقيفي کمپ يو بل مهاجر ويلي چي نيول سوي کس له دې خوند اخيست چي نور انسانان وزهيروي او هغوی تحقير کړي.

پر نيول سوي کس د دې تر څنګ د انساني قاچاق وړونکي او مجرمې ډلې د غړيتوب، د انسانانو د قاچاق وړلو، د انسان اختطاف کولو، جنسي تېري، قتل او د غېر قانوني کډوالۍ د مرستي تورونه هم لګول سوي دي.

د بشري حقونو مدافعين ډیر وخت په دې تړاو معلومات خپروي چي په ليبيا کي د مهاجرو سره ناوړه چلند کيږي او هغوی د شکنجې سره مخامخ کيږي.

اېټاليې ته د روان ۲۰۱۷ کال له پېل څخه تر ۷۳ زرو څخه زيات پناه غوښتونکي رسېدلي دي. د اېټاليې د کورنيو چارو د وزارت د دوشنبې د ورځي د معلوماتو له مخي د روان مېلادي کال په نيمايي کي د تير مېلادي کال د نيمايي په پرتله د مهاجرو په راتګ کي ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی.

زيات شمېر پناه غوښتونکي اوس هم د بېلګي په توګه په ليبيا کي په دې انتظار دي چي د کښتيو په مرسته د اروپا پر لور حرکت وکړي. دا په داسي حال کي چي يوازي په تيرو دوو ورځو کي تر ۸۵۰۰ څخه زيات مهاجر چي اېټاليې ته پر لاري ول له سمندر څخه ژغورل سوي دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.05.2016):