1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا د نوي صدراعظم په لټه کي ده

۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبه

د ايټاليا ولسمشر جيورجيو ناپوليټانو، د صدراعظم، سلويو بيرلسکوني تر استعفا وروسته له مختلفو سياسي ګوندونو سره سل امشوري پيل کړي دي، ترڅو داسي يو مشر وټاکي چي هيواد له روان مالي کړکيچ څخه وژغوري.

https://p.dw.com/p/139rk
د ايټاليا پارلمان
د ايټاليا پارلمانانځور: dapd

د صدراعظم سيلويو بيرلسکوني، تر استعفا وروسته تيره ورځ ناوخته په ايټاليا کي داسي يو جشن و نیول سو، چي اوس به نو د خلکو غوښتني د زور زياتي پرته منل کيږي.

يو ايتالوي، چي د بيرلسکوني له واکمنۍ څخه ستړی ستومانه دئ وويل:« دا زموږ له پاره يو سترجشن دئ. موږ په ايټاليا کي د لمانځني له پاره څه نه لرو، خو د بيرلسکوني استعفا بايد د خوښۍ د يو جشن په توګه ولمانځل شي.»

يوې ايټالوۍ مېرمني بيا وويل: «ما له لومړي سره په دغه سړي باندي باور نه درلودئ. خو زه هغه وخت ډاډه کيږم چي، دی په سياست کي لاس وهنه نه کوي، چي زه د هغه څېره بيا ونه وينم.»

د عامو ايټالويانو د مخالفت دليل ښکاره دئ: ايټاليا له يو سخت مالي کړکېچ سره مخامخ ده. د خلکو اقتصادي وضعيت د بيرلسکوني د حکومت په وخت کي نور هم خراب سو. خو بيرلسکوني هيڅکله د خلکو دا شکايت جدي ونه نيوئ.

نوموړی د خپل حکومت په ټوله موده کي د خلکو او سياسي مخالفينو له فشارونو سره مخامخ وو او هر وار د ګوښه کېدو پاڼ ته برابر سوی دئ، خصوصاً کله چي پر هغه باندي د جنسي تيريو تورونه ولګول سول.

خو بيرلسکونکي يو ډيرسياسي ماهر ګڼل کيږي او هر وار ئې ځان بچ کړی دئ. ايتاليا له يو سخت مالي کړکېچ سره مخامخ ده، تر يونان وروسته ايټاليا هم د يورو د حوزې يو ستونزمن هيواد دئ. نو خلک هيله مند دي، چي ددې استعفا سره به دغه ستونزي حل سي.

دا چي د بيرلسکونکي زمانه ختمه شوې ده که نه، سړی سمدلاسه څه نه سي ويلای، په همدې وجه د هغه سياسي مخالفين له سياست څخه د هغه بشپړ شاتګ غواړي.

د قانون له مخي د ايټاليا ولسمشر، جيور جيو ناپوليټانو دنده لري، چي د نوي حکومت مشر د ټاکني له پاره بندوبست وکړي. هغه د خپل هيواد له ټولو سياسي ګوندو سره سلا مشورې پيل کړي دي او هغوی ته ئې مشوره دا ده چي هغه څوک د صدارعظمۍ مقام ته ونومومي چي

نه يوازي د برياليتوب چانس ولري، بلکي وسي کړای، چي ايتاليا له روان مالي بحران څخه وژغوري.

د ايټاليا د رسنيو د معلوماتو له مخي «ماريو مونتي» چي د هغه هيواد په يو مشهور پوهنتون، «ميلان بوکوني»، کي استاد او په سياست او اقتصاد کي تجربه لري، دغي دندي ته په پام کي نيول سوی دئ.

هغه د اروپا په اتحاديه کي يو څه وخت د کمېسار په توګه دنده درلوده. ماريو مونتي د اروپا د اتحاديې له غوښتنو سره آشنايي لري. هغه وايي:« موږ پوهيږو چي خبره ټوله پر اصلاحاتو باندي ده. ځوان نسل ته بايد چانس ورکړل سي، او د هغو کسانو امتيازات بايد نور غوڅ شي چي تر اوسه پوري ئې د هيواد په هر څه کنترول لگولی وو.»

کلاين يونګ/ آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: نجيب الله زيارمل