1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا ته د کډوالو بهير دوام لري

۱۳۸۷ مرداد ۱۳, یکشنبه

يوازي د جمعې په ورځ د افريقايي هيوادونو څخه شاوخوا 1200 پناه غوښتونکي د سمندر لخوا ايټاليې ته ورننوتي دي

https://p.dw.com/p/Epr6
د افريقايي مهاجرو يوه برخه چي ايټاليې ته يې د اوبو د لاري ځانونه رسولي دي
د افريقايي مهاجرو يوه برخه چي ايټاليې ته يې د اوبو د لاري ځانونه رسولي ديانځور: AP

د آلمان ږغ را ډيو خبریال، شتیفان شتروندلي، د روم څخه پخپل راپور کي د ايټاليا د لامپيدوسا د ټاپو د ساحلي ساتونکو د قومندان له قوله ليکي چي:«پرون رښتيا هم چي ډيره سخته ورځ وه، ساحلي محافظينو او سمندري ځواکونو په ټوليزه توګه د 1200 پناه غوښتونکي سره مرسته وکړه او هغوی يې د لامپيدوسا، بندر ته راوستل.»

د سيسلي جنوب ته پروت دغه کوچنی ټاپو یو ځل بيا د ګډوالو د يوې نوي ستري څپې هدف ګرځيدلی دی.د مرستي وروستي عمليات د شنبې د ورځي تر غرمې پوري دوام وکړی.ايټالوي مرستندويان بريالي سول چي 37 کډوال د کب نيولو د يوې ماتي سوي کوچنۍ بيړۍ څخه وژغوري.

د مرستي عملياتو ته ډير وخت سخته اړتیا ده،ځکه قاچاقچيان د دغه له خطرونو ډک سفر لپاره له ډيرو خرابو، زړو کوچنيو کښتيو اويا ربړي بيړيوڅخه کار اخلي.

د لامپيدو سا په ټاپو کي د پناه غوښتونکو يوه ډله
د لامپيدو سا په ټاپو کي د پناه غوښتونکو يوه ډلهانځور: AP

همدا تيره پنجشنبه يوې بار وړونکي بيړۍ 28 تنه ګدوال وژغورل چي بيړۍ د سيسلي په کانال کي ډوبه سوې وه.په دغه پيښه کي دوې نايجريايي ښځي په اوبوکي ډوبي سوې. ډيری غير قانوني کډوال له افريقا څخه دي او د هيڅ يو يې لامبو وهل هم نه دي زده. په عيني وخت کي د لامپيدوسا، د ټاپو کمپ چي له هري خوا ورته کډوال ور روان دي، ډک سوی دی.

د لامپیدوسا ښاروال، برناردينو دي روبايس، د کاتوليک مسيحيانو پرمرکز، واتيکان،او د ايټاليې پر دولت باندي دکډوالو سره د مرستي ږغ کړی دی.

هغه ويلي دي:«هغوی يعني کډوال هلته په سمندرکي له مرګ سره لاس او ګريوان دي. موږ بايدله پوځ او ساحلي محافظينو څخه مننه وکړو چي د ژغورني په دغو عملياتو کي ونډه اخلي او انسانان دغه کمپ ته رارسوي.خو د ښاروال په توګه زه بايد د خپلو خلګو ګټو ته هم پام وکړم. لامپيدوسا، يوازي يو تفريحي ټاټوبی دی او غواړي چي هغه همداسي يو ټاټوبی هم پاته سي. د کډوالو د راټولو دغه کمپ په لومړی سر کي يوازي د400 کسانو لپاره جوړ سوی و، خواوس هلته1700 تنه هستوګنه کوي.»

د يوې ماتي او ډوبي سوي بيړۍ څخه ژغورل سوي افريقايي کډوال د ايټاليې د لامپيدو سا په ټاپو کي
د يوې ماتي او ډوبي سوي بيړۍ څخه ژغورل سوي افريقايي کډوال د ايټاليې د لامپيدو سا په ټاپو کيانځور: picture-alliance/ dpa

د کډوالو په جمله کي اميد واره ښځي او ډير ماشومان هم سته. اوس په دغه کمپ کي يوازي د800 تنولپاره ځای سته.

د ایټاليې پوځ غواړي چي د هيرکوليس،ترانسپورټي الوتکو څخه په کار اخيستو سره 500 کډوال وچي ته وليږدوي. سر بيره پر دې ډيرکډوال د بيړيو په واسطه سيسلي کي دکډوالو نورو کمپونو ته ورسوي.

د ايټاليې د لومړي وزير، برلوسکوني حکومت يوه اونۍ د مخه د کډوالو د ډيروالي له امله بيړنی حالت اعلان کړی. خو هغه يوازي په اداري تخنيکي مسايلو پوری اړه درلوده، چي ګمان کيږي تر ډيره ځايه يې تبليغاتي بڼه درلوده. ځکه په ايټاليا کي د کډوالو بيړنی حالت د 2002 کال د دوبي راپدې خوا اعلان سوی دی.

که تر اوسه پوري يوازي په منظمه توګه د ايټاليا په دروجنوبي سيمو کي له بيړني حالت څخه خبري کيدې. خو اوس د بر لوسکوني، په مشر ۍ د ايټاليې نوی حکومت هغه د ټول هيواد لپاره اعلان کړی.

د ايټاليا د کورنيو چارو د وزات د وينا دمخه د2008 کال تر نيمايي پوري هغه هيواد ته 11000 کډوال د بيړيو په واسطه ورننوتلي دي. چي دا د تيرکال په پرتله دوه برابر ډير دی.