1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا: بېرلوسکوني بيا لومړی وزيرشو

۱۳۸۷ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

بېرلوسکوني " د خپلې هيلې سره سم بياقدرت ته رسيږي، د دريم ځل لپاره ټاکنې ګټي اوبيا د ايټاليا لومړی وزيرکيږي.

https://p.dw.com/p/DiBv
Silvio Berlusconi
Silvio Berlusconiانځور: AP

" د رأيوشمېرلولوری بې له هرډول شکه ښيي، چې د ټاکنو ګټونکی سيلويو " بېرلوسکوني" دی. د لومړي وزارت د ټاکنولپاره د ډيموکراټيک ګوند کانديد والتر " ولتروني " پرون د شپې تراتوبجولږڅه وروسته خپله ماتې ومنله او " بېرلوسکوني " ته يې په عام ډول په ټاکنوکې د برياليتوب له کبله مبارکي ورکړه:" لکه څنګه، چې په ټولو لوېديځوډيموکراسيوکې معمول دی اوزه يې هم سم ګڼم، د آزادۍ ولس د ګوند لارښود ته مې ټېليفون وکړ، په ټاکنوکې مې د برياليتوب له کبله مبارکي ورکړه او په کارکې مې د برياليتوب هيله ورته وکړه. هغه څه، چې په دغې شېبې کې يې بايد هرايټالوی، چې د خپل هېواد په فکردی، وکړي. "

پرون ماسپښين، د ټاکنو د دفترونوترتړلووروسته لا د لومړيواټکلونوله مخې فکرکېدی، چې د " بېرلوسکوني " اييتلاف او د " ولتروني " ترمشرتابه لاندې معتدله کيڼ پلوه اتحاديه به مساوي رأيې وګټي. خو د رأيوپه هرځل نوي شمېرلوکې " بېرلوسکوني " مخکې کېدی، په ټاکنوکې ترواضح بري پورې، کوم، چې هغه ته د پارلامان په دواړوجرګوکې ډاډه اکثريت ورپه برخه کړ.

ترټولوقوي ګوند " د آزادۍ ولس " په نوم د ټاکنولست دی، چې د " بېرلوسکوني " لخوانوی جوړشوی اوپه ولسي جرګې او مشرانوجرګې کې يې تقريبا 40% رأيې ګټلې دي.

د " ولتروني " ډيموکراټيک ګوند تقريبا 34% د شمال ليګ، چې له " بېرلوسکوني " سره يې اييتلاف کړی، 6%، " د ارزښتونوايټاليا " په نوم ليبرال ګوند، چې د " ولتروني " ملاتړيې کوي، 5%.

د ټاکنوبايلونکي واړه ګوندونه دي. په بشپړناڅاپي ډول د کمونيست او شنوګوندونو اتحاد د 4% رأيوپه ګټلوکې ناکام شول، د رأيوهغه کچه، چې د ولسي جرګې د غړيتوب لپاره شرط دی. نورواړه ګوندونه هم بريالي نه شول، چې د ولسي جرګې غړي شي. د سيلويو " بېرلوسکوني " ملګري " شيفاني " وويل، چې دغه ټاکنې د ايټاليالپاره يوه مقطع ده. د وړو او وړوکوګوندونووخت تېردی:" زماپه نظر د دوو لويوقطبونوسيستم ټينګيږي اودا هغه شی دی، چې ايټالويان يې غواړي. اوس به خبره داوي، چې حکومت او اپوزيسيون په ګډه د ايټالويانودغې غوښتنې ته د عمل جامې ورواغوندي. دا پدې معنی هم ده، چې مونږبه له اپوزيسيون سره په ګډه په هېوادکې د لوبې د قواعدو پراصلاح کولوباندې فکروکړو. "

د همکارۍ لپاره یو لومړی وړانديز، چې د " بېرلوسکوني " د ډلې د سياست په ډول کې د بدلون معنی ورکولای شي. د تېروخت د مخالفتونو د سياست پرځای، " شيفاني " او د ښي پلوه اييتلاف نورو استازو، د ټاکنو د پايلې د اعلانېدوپه شپه کې، له معتدلې کيڼ پلوه ډلې سره د ډيالوګ غوښتنه کوله.

د رأيو د موجودو اعدادوپربنسټ، " بېرلوسکوني " او ښی پلوه اييتلاف يې د پارلامان په دواړوجرګوکې ډاډه اکثريت لري. خو د شمال پوپوليست ليګ په دغوټاکنوکې لاقوي شوی دی. د شمال ليګ د ايټاليا د شمال لپاره، چې له اقتصادي لحاظه قوي دی، لاډېره خپلواکي غواړي او د " بېرلوسکوني " لپاره په يو ناوړه اييتلافي ملګري بدلېدای شي.