1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اييتلافي حکومت په لمړنيو 100 ورځو کار کي پاته راغلی دی

۱۳۸۸ بهمن ۱۵, پنجشنبه

سل ورځي کيږي چي په آلمان کي د تور او ژيړ ايتلاف حکومت کوي! تور او ژيړ يې په دې بولي چي د مسيحي او ليبرال ګوندونو د بيرغونو رنګونه تور او ژيړ دي

https://p.dw.com/p/Lsg6
صدراعظمه انګيلا ميرکل او جارجه وزير ګيدو وستر ويله
صدراعظمه انګيلا ميرکل او جارجه وزير ګيدو وستر ويلهانځور: AP

خو کله چي د ايتلاف رسمي تړون باندي خبري کيدې د مسيحي سوسيال ګوند چي آلماني مخفف يي CSU دی، مشر هورت زيهوفر ټينګار پر دي ؤ چي د ايتلاف نوم بايد مسيحي - ليبرال وي . داسي يو نوم چي د هغو ارښتنو ويندويي وکړي چي نوموړي ګوندونه اصولاً ورباندي ايمان لري، خو له خپل ټولنيز ضد مالياتي سياست سره د تور- ژيړ د ايتلاف د نوموړي نوم د ارزښتونو نخښه نښانه هم چا ونه وليدله .

د ليبرال ديموکرات د ګوند مشر، ګيدو وستر ويلي چي په ايتلافي حکومت کي د بهرنيو چارو وزير دی، د خپل ګوند په يوه کلنی غوڼده کي څه موده مخکي له ليبرال پالو څخه حتی د يوه روحي - سياسي بدلون غږ وکړ . خو پوښتنه دا ده چي دغه بدلون کومي خواته درومي؟ د نوي دولتي واکمنۍ په لور ، هغه چي ښاغلی وستر ويلي يې د يو اصل په توګه وړاندي کوي؟ هغه يو دولتي واکمني چي ماليه ورکول يې پکښي ګستاخي ګڼل ! ګستاخي خو لا څه کوې، ګواکي څوک دې چمتو کيږي چي ماليه ورکړي ،لکه دا چي يو ناوړه عمل سرته رسوي .

د ښاغلي وسترويلي د نوي ليبرال تر شعار لاندي د طمطراقونو سره سره، نوي حکومت تراوسه پوري د عمل په ډګر کي څه نه دي ښکاره کړي . د هغه لومړۍ سل ورځي د ايتلافي ګوندونو په خپل منځي شخړو او د خپلو ملاتړ کونکو په خدمت کي تيري شوي ، هغه ملاتړ کونکي چي له ټاکنو څخه مخکي هغو ته د مالياتو د کمولو ژمني شوي وې . د هغو په جمله کي د هوټلونو خاوندان ځانګړی مقام لري، چي ورته د عايداتو د مالياتو د کمولو وعده ورکړ شوې وه .

سربيره پر دې د ميراث د ماليې کمول او د ډيرعايد لرونکو لپاره د مالياتو آسانتياوي، هغه نوري ژمني وې چي دغه اييتلاف کړي وه .

د روغتيايي خدماتو په سياست کي بنسټيز بدلون د مسيحي - ليبرال د ايتلاف د تړون بله ژمنه ده . په خاص ډول د ليبرال ديموکرات يا FDP د حکومت د واکمني په تيرو سل ورځو کي پاته راغلی دی . د تعجب وړ خبره بايد نه وي چي ددغه ګوند محبوبيت ديوې نظرياتي پوښتني له مخي په سلو کي لس ته راټيت شوی دی . خو د دغه ايتلاف ستر اړخ يعني مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال (CDU/CSU) ګوندونو باندي هم تور لګول کيږي چي د حکومتوالي د تيرو مياشتو څخه يې په اغيزمنه ډول کار نه دی اخيستی، او په خپلوډيرو ژمنو کي پاته راغلي دي . په خاصه توګه هغوی نه دي توانيدلي چي د دولتي پورونو او د اقتصادي کړکيچ له ډنډ څخه د ډوبيدو د مخ نيوي لاره پيدا کړي . د دې پرځای، د چا خبره ليبرال ديموکرات د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو په پزه کي کړۍ اچولې او هري خواته يې چه غواړي په خپله خوښه کشوي .

د حکومت مشره، انګلا مرکل اجازه ورکوي چي ليبرال ديموکراتان هر څه چي زړه يې غواړي هغه وکړي، لکه دا چي د ولس او خلکوپه وړاندي هيڅ مسؤليت ونه لري، حال دا چي د حکومت د واګي د اخيستو په وخت کي يې ويلي وه چي دا د «آلمان د ټولو خلکو صدراعظمه» ده.

دا په دې هم ښه خبره ده چي ډيری خلک په دې هيواد کي د يوبل د لاس نيوي ، پيوستون او ټولنيز عدالت د يو سياست پلوي کوي، څرنکه چي يوې ورستۍ نظرياتي پوښتني هم د دې خبري پخلی کړی دی . خو د آلمان فدرالي حکومت د دې خبري پروا هم نه لري . هغه د مالياتو د کمولو پر سياست باندي ټينګارکوي، هغه يو سياست چي اوس يو شمير محافظ پال کارپوهان يې هم غلط بولي .

په خارجي سياست کي د آلمان د نوي ايتلافي حکومت لومړۍ مياشتي د افغانستان د کندز ولايت د يوې هوايي ببمارۍ پر شخړه باندي تيري شوې . داسي يوه شخړه چي د انګلا مرکل د کابينې يو وزير، فرانس يوزف يونګ چي په پخواني حکومت کي يې د دفاع دوزارت مسؤليت پر غاړه درلوده، له خپل نوي مقام څخه استعفاء ته مجبوره کړ.

لنډه دا چي د نوي ايتلافي حکومت د واکمنۍ د لومړي مياشتو لاره ډيره کنډ او کپره وه . آن دا چي د لندن د افغانستان د کنفرانس څخه لږ څه مخکي انګلا مرکل او د هغې درو وزيرانو کابو په يوه وخت کي دري مختلف مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړل ،تر څو په اصطلاح د افغانستان په وړاندي د فدرالي حکومت د ګډي ستراتيژۍ پيغام عام خلکو ته ورسوي، دا په خپله د دغه ايتلافي حکومت په دننه کي د نه همآهنګي ښکارندوی دی .

د تبصرې ليکونکی ، بيتينا مارکس په پای کي وايي:

نه ! نه ! د جرمني د نوي ايتلافي حکومت لومړۍ سل ورځي قناعت بخښونکي نه وې . په دې وجه سخته ده چي پر دغه حکومت باندي په راتلونکو درونيمو کلونو کي چي د واکمنۍ موده يې پاته ده، سړی باور او اعتماد وکړي .

بيټينا/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري