ايهود باراک له سياسته گوښه کيږي
۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبهاعلان
د اسرائيلو د دفاع وزيٍر ايهود باراک ويلي دي، چي نور به له سياست څخه گوښه سي. هغه ويلي دي، کله چي ۲۰۱۳ عيسوي کال د جنورۍ پر ۲۲نېټه په اسرائيلو کي نوی پارلمان وټاکل سي نو هغه به خپل وزارت پريږدي. نوموړي دا څرگندونې په تل ابيب کي وکړې. هغه له ۲۰۰۷ عيسوي کال راهيسي د اسرائيلو د دفاع وزير دی. نوموړی چي عمر يې اوس ۷۰ کاله دی په خپل سياسي ژوند کي يې د کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو دندې هم ترسره کړي دي. هغه د ۱۹۹۹او ۲۰۰۱ عيسوي کلونو تر منځ د اسرائيلو لومړی وزير هم وو. هغه څو کاله پرله پسې د کارگر گوند مشري هم کړې ده.