ايمنستي: مهاجري ښځي جنسي زهيرول سوي
۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبهد بخښني نړيوال سازمان (ايمنستي انترنيشنل) د يوه راپور له مخي اروپا ته راغلي مهاجري ښځي د مهاجرت پرمهال د جنسي زهيروني او زورزياتي څخه شکايت کړی دئ.
په دغه راپور کي راغلي دي چي د مهاجرت پرمهال ښځي او نجوني د جنسي زهيروني او سختو کړاونو څخه شکايتونه کړي دي.
د بشري حقونو فعالانو پر حکومتونو او مرسته رسوونکو سازمانونو نيوکه کړې ده چي د مهاجرو ښځو په خوندي ساتلو کي پاته راغلي دي. په راپور کي تر ټولو بد وضعيت په يونان، بالکان هيوادونو او حتی آلمان کي ښوول سوی دئ.
د بخښني د نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي دوی په ناروې کي ۴۰ ښځي او نجوني پوښتلي دي او نژدې ټولو له ترکيې څخه يونان او بيا وروسته د بالکان هيوادونو له لاري شمالي اروپا ته د سفر پرمهال «خوندي نه وې» او زورزیاتی ورسره سوی دئ.
د بخښني نړيوال سازمان يوې کارکوونکي تيرانا حسن، ويلي دي: «دا ډېر د شرم ځای چي د جنگ له ويري راتښتېدلي ښځي په اروپا کي خونديتوب نه لري.»
څو ښځو ويلي دي چي دوی ته د مهاجرت سفر پرمهال د کاليو او په کښتيو کي د ځای ورکولو په بدل کي د جنسي اړيکو وړانديزونه سوي دي.
دوی ويلي دي چي په اروپا کي د مهاجرو په کمپونو کي به په کوټو کي نه بيدېدلې او تر شنه آسمان لاندي به ئې شپه تيرولې، ځکه دوی به د خونديدتوب احساس کاوه. دوی د قاچاقبرانو، امنيتي ساتونکو او نارينه مهاجرو له خوا جنسي زهيرول سوي دي.
د بخښني نړيوال سازمان، د ښځو او ماشومانو د ساتني له پاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. دوی ويلي دي چي ښځي او ماشومانو بايد د بيدېدو جلا خوني ولري.