1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايغوريانو هم داعش ته مخه کړې»

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

چینایي چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د ایغور سیمې یو شمیر مسلمانان په عراق او سوريه کې له ترهگري ډلي «اسلامي دولت» سره یو ځای شوي دي. «له داعش سره یوځای شوي کسان په چین کې هم اوس د گواښ رامنځ ته کولو هڅې کوي».

https://p.dw.com/p/1Eo84
انځور: Imago/Xinhua

د چین په سویلي ښار شین جیانگ کې چې له پاکستان او افغانستان سره گډه پوله لري، چارواکي وایي چې خپل امنیتي تدابیر به لا سخت کړي، څو له دې لاري له افراطیت او ترهگري سره مبارزه وشي.

په شین جیانگ ښار کې د ایغور اقليت مسلمانان د هغه څه پر وړاندي چې دوی يې د چین دولت له خوا تیری بولي، وخت نا وخت په تاوتریخوالي لاس پوري کوي. پر دې سربیره په چین کې د ایغور پر غړو د هیواد په نورو برخو کې د بریدونو تور هم لگول شوی دی.

په دغو تورونو کې یو هم په ۲۰۱۳م کال کې په بیجینگ کې رامنځ ته شوې پیښه ده چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول.

په شین جیانگ ښار کې د کمونیست گوند سکرتر زانگ چونشین، د سه شنبې په ورځ وویل: «د ایغور داسې غړي هم شته چې له هیواده دباندي تللي دي، څو له اسلامي دولت سره یوځای شي.»

دغه چینايي چارواکي زیاته کړې ده: «دغه سازمان لوی نړیوال نفوذ لري چې شین جیانگ هم خوندي نه شي پاتېدلای. موږ وختي لا اغیزمن شوي یو. موږ په دې خبره هم پوه شوي یو چې یو شمیر کسان بیرته شین جیانگ ته راغلي دي، څو په ترهگریزو بریدونو کې برخه واخلي.»

تر دې دمخه هم چین پر یاغیانو چې له دباندي سره اړیکې لري د ناامنیو تورونه لگولي دي خو تر اوسه پوري یې لږ شواهد وړاندي کړي او له یوې خپلواکې څېړنو سره یې هم موافقه نه ده کړې، څو هغه ادعا گانې چې د ایغور اقليت یې کوي وڅیړل شي.

تر دې دمخه په دسمبر میاشت کې په چین دولت پوري تړلي مجلې ویلي ول چې اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ چینایان د اسلامي دولت په لیکو کې جنگیږي.

چوشین ویلي دي چې داسې تدابیر به ونیسي چې له ترهگرو ډلو سره د يو ځای کیدو په موخه د چینایي وگړو د سفر مخه ونیول شي. هغه زیاته کړه چې د چین دولت دغه ستونزه حلولای شي.