1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف غواړي چي د افغانستان په شمال کي پر طالبانو فشار زيات کړي

۱۳۸۹ خرداد ۱۵, شنبه

د آيساف وياند، جنرال Blotz Josef وويل: « د کندوز او بغلان په ولايتونو کي پياوړي فعاليتونه کيداي شي چي سر له اوړي څخه اغيزي ښکاره کړي او دغه فعاليتونه به تر راتلونکي کال پوري دوام پيدا کړي.»

https://p.dw.com/p/Nj1n
د افغانستان په شمال کي د آيساف آلماني پوځيان
د افغانستان په شمال کي د آيساف آلماني پوځيانانځور: AP

د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک ايساف چي مشري يي د ناتو پر غاړه ده غواړي چي د افغانستان په شمال کي د اوړي له پيل سر پر طالب اورپکو باندي فشار نور هم زيات کړي. دغه سيمه د آلمان د پوځ د مسووليت ساحه ده. د ايساف وياند، Josef Blotz د افغانستان د پوليسو د روزلو له يو ستر پروګرام څخه چي مسووليت به يي د امريکايي او الماني کارپوهانو په غاړه وي، اعلان وکړ. د هغه د وينا له مخي افغان پوليس بايد د اورپکو پر ضد په عملياتو کي پراخه نقش ولري.

د آيساف وياند، Blotz چي يو آلماني جنرال دي، په کابل د آلمان خبري آژانس DPA ته وويل: « د کندوز او بغلان په ولايتونو کي پياوړي فعاليتونه کيداي شي چي سر له اوړي څخه اغيزي ښکاره کړي او دغه فعاليتونه به تر راتلونکي کال پوري دوام پيدا کړي.»

د جنرال Blotz د وينا له مخي د آلمان او د متحده ايالاتو ځواکونه به په راتلونکو مياشتو کي په ګډه له افغان ځواکونو سره په دغو دواړو ناکرارو ولايتونو کي په پراخو عملياتو لاس پوري کړي. سر بيره پر دي په کندوز مخکي مستقر شوي ځواکونه به به روزن ايز او د امنيت د ساتنو په کنډکونو بدل کړاي شي. دغه ځواکونه به سر له اوړي افغان سرتيرو ته روزنه ورکړي. تر دغي مودي به په شمال کي 4000 امريکايي سر تيري خوندي کړاي شي چي د هغو په جمله کي يو ګڼ شمير پوځي روزنکي هم شامل دي.

جنرال Blotz يادونه وکړه چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو جوړښت چي په راتلونکو کلونو کي به له بهرنيو ځواکونو خخه مسووليت په غاړه واخلي، د آيساف له مهمو ستراتيزيکي دندو څخه شميرل کيږي. خو هغه وويل د 1300 روزونکو لپاره د ناتو له غوښتنو سره سره 450 نور کمبود دي. هغه د هغو هيوادونو په حکومتونو چي د آيساف په چوکاټ کي افغانستان کي سرتيري لري غږ وکړ چي د افغانستان ماموريت ته دی په ټيټه سترګه نه ويني او خپلي کړي ژمني دي پوره کړي.

په اوسني وخت کي آيساف د 122 زرو بهرنيو ځواکونو قومانداني په غاړه لري چي ډير زياته برخه يي امريکايي سرتيري جوړوي.

د افغانستان ملي پوځ په اوسني وخت کي 119 زره او ملي پوليس 105زره قوتونه لري. 30 زره نرو افغان سرتيري تر رزوني لاندي دي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي