1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: د طالبانو يو مهم قوماندان په لوګر کی را تسليم سو

۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبه

د ايساف ځواکونو لخوا دويچه ويلي ته په راليږل سوي خبرپاڼه کي د دغه قوماندان نوم ندی اخيستل سوی خو دا په کښي راغلي چي د طالبانو دغه مشر د لوګر په مرکز پل علم کي تسليم سوی.

https://p.dw.com/p/PxTc
انځور: AP

خبرپاڼه ليکي چي نوموړی په لوګر، ميدان وردګ او کابل کي د ځان وژونکي او پر بهرنيو ځواکونو باندي د بريدونو اصلي پلان جوړونکی و.

آيساف په دغه خبر پاڼه کي د دغه قوماندان د تسليميدو لامل نده په ګوته کړي خو ليکلي دي چي د طالبانو دغه قوماندان د سيمي د مشرانو او سپين ږيرو په ملاتړ سره خپل پلوي له طالبانو پري او آيساف ته تسليم سوی دی.

په دې اړه تر اوسه طالبانو څه ندي ويلي، او همدارنګه د لوګردوالي وياند دين محمد درويش په دي اړه خپل بې خبري ښه يي، درويش زياتوي ددې امکان سته چي آيساف ندي غوښتي چي دغه موضوع د افغان چارواکو سره شريکه کړي .

بله خوا د لوګرولايت يو شمير اوسيدونکي وايي چي د دغه ولايت امنيت ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دی، دغه اوسيدونکي د خلکو بې کاري او د هغوی د پوهاوي د کچي ټيټوالی او همدارنګه د يو شمير هيوادونه لاس وهنه د نا امنيو لاملونه بولي .

د هغوی په خبره يو لامل يې دا دی چي خلک له سواد نه بهرمند ندي او اکثرا د دښمنانو تر تبليغاتو لاندي ورځي او بل لامل يي د خلکو بيکاري ده.

لوګر د ولايت له مرکز پرته، شپږ ولسوالۍ لري، چي د خلکو په خبره يوازي د مرکز پل علم ، محمد اغي او خوشي په ولسواليو کي يو څه امنيت سته او په نورو ولسواليو لکه ازري ، خروار ، برکي برک ، او څرخ کي امنيتي حالت د انديښني وړ دی .

دا په داسي حال کي ده چي کابو درې زره بهرني ځواکونه او دغه راز يو نيم زر افغان امنيتي ځواکونه همداوس په لوګر ولايت کي ميشت دي.

احمد فرهاد/ لوگر

کتونکی: نجيب الله زيارمل