1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: د شپې عمليات د افغان ځواک وړتيا ته په کتو پای ته رسوو

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې عمليات افغان حکومت ته يوه جنجالي موضوع ده.د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو تر منځ په وار وار ددغه ډول عملياتو پر سر شخړي سوي. په داسي حال کي چي ايساف يي د افغانستان د امنيت له پاره ډيرمهم بولي.

https://p.dw.com/p/13EoV
په افغانستان کي د ايساف وياند جنرال ياکوبسن
په افغانستان کي د ايساف وياند جنرال ياکوبسنانځور: picture alliance/Photoshot

په دغو عملياتو کي تقريباً ډير تاوان ولسي خلکو ته اوړي ځکه د دولت مخالفين د خلکو له کورونو څخه د سنګرونو او پټن ځايونو په توګه کار اخلي.

تيره اونۍ د د دوديزي لويي جرګې يوه غوښتنه هم دا وه چي دا عمليات بايد ودرول سي.

ايساف ځواکونه بيا هم د شبخون عمليات جاري ساتي او تقريباً هره شپه د افغانستان له ختيز، سويل او لوديز څخه د دغو عملياتو د لاس ته راوړنو په اړه رسنيو ته لنډ راپورونه ليږي.

په کابل کي د ايساف وياند جرمني جنرال ياکوبسن وويل، چي دوی د حکومت او جرګه والو غوښتنو ته درناوی لري او کله چي افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودريږي ورسره جوخت به د دغه عملياتو مشري او ټول مسئوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

دمګړی د خوست ولايت له سالارنو، د پروان له بګرام او په کندهار کي د ملاعمر له پخوانۍ کلا څخه د بهرنيو ځواکونو ځيني ټولۍ په يو شمېر سيمو کي د شپې پر مهال عمليات تر سره کوي.

د ايساف ځواکونو وياند وايي چي اوس هم په دغو عملياتو کي ډيري افغانان برخه لري.

د شپې په علياتو په ۹۵سنله کي اوس هم افغان سپېشل فورس زموږ له سرتيرو سره مله وي، يوازي لږ يې په يوازي سر تر سره کوو، خو کله چي په دې پوه شو چي افغانان ددې عملياتو د مشرتوب او عملي کولو جوګه دي سمدستي به هغوئ ته دا مسئوليت ور وسپاروو».

جنرال ياکوبسن دغه راز په دې خبري غونډه کي وويل، چي ډير ژر به په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال الين پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني لوی درستيز سره به پر يو شمير مسايلو خبري وکړي.

ايساف ځواکونه د افغانستان په چارو کي د ګاونډي پاکستان او ايران لاس وهنه نه ردوي.

هغوئ وايي، ايران او پاکستان د افغانستان سياسي جريانات له نږدې څاري او هرو مرو يې پر ملکونو تاثيرات لرلای شي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل