1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: د جنگسالارانو مخنيوی د حکومت دنده ده

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه

په داسي حال کې چې له یو شمیر ولایتونو څخه بهرني ځواکونو په وتو دي ورسره جوخت په دغو سیمو کې د جنګ سالارانو او د زور خاوندانو له بیا واکمنیدو څخه خلک اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/16zFN
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو لکه کندز، بغلان، بدخشان، سرپل او فاریاب کې ډیری خلک شکایت کوي چې دوی د سیمه يیزو زور واکانو له اقتدار څخه بیریږي او په ځينو سیمو کې هغوی بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.

حتی د پلازمېني کابل د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي هم شکایت کوي چې له هغه وخت راهيسي چي د دوی له سیمو څخه بهرني ځواکونه وتلي دي پکښې د نا امنيو او سرغړونو شمیره لوړه شوې ده.

د کابل د سروبي ولسوالۍ، چې وړمه ورځ یو امریکايي ډاکټر د طالبانو له منګولو د عملیایتو په ترځ کې وژغورل شو، اوسیدونکي وایې، چي حکومت پر دوی د زور واکنو ظلم له نږدې وینې خو خوله یي پرې پته کړې ده.

يو تن د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط وويل: «پر مظلمو خلکو تیری روان دی، خلک له دې انکار نه شي کولای او حکومت هم خبر دی.»

غیر مسئول واکمن کسان په سیمه کې شتون لري، خلک ځوروي او بشري حقونه تر پښو لاندي کوي له خلکو باج اخلي او حکومت هم پرې خبر دی.»

خو کله چې بهرني ځواکونه له یو شیمر سیمو څخه وزي او چاري يې افغاني کیږي نو آیا ایساف ځواکونه دا مسئولیت نه لري چې د بشري حقونو د تیري کوونکو مخه ونیسي او ولسونه ترینه وساتي.

په کابل کې د ایساف عمومي ویاند جرمنی جنرال ګونترکتڅ نن له دویچه ویله سره د یوي ځانګړي مرکې پر مهال وویل چې نه، دا کار د افغان امنیتي ځواکونه دی چې خلک د زور واکانو له ستم څخه وژغوري، او دوی په دې برخه کي مسئولیت نه لري:

«دا هغه څه دي چې افغان دولت یي مسئولیت لري تر څو د جنګ سالارانو مخه ونیسي، د امنیت د انتقال پروسه لا وختي پیل شوې ده او موږ متیقین یو چې حکومت افغان پولیس او افغان ملي اردو د دې وړتیا لري چې په دغو سیمو کې امنیت ټینګ کړي او د خلکو ساتنه وکړی.»

جنرال کتڅ دغه ارز د هغو اندیښنو په ځواب کې چې ګواکي سیمه يیزو پولیسو په کندوز، بغلان او یو شمیر نورو هغو سیمو کې چې آلماني ځواکونه ځای پر ځای دي په ولسونو زور زیاتی پیل کړی او قانون یي تر پښو لاندی کړی دی وویل، سیمه يیز پولیس هغه ځواک دی چې افغان دولت رامنځته کړی دی او هغوی يې مشري کوي.

په دغه برخه کې ایساف یوازي ملاتړ کوونکی رول لري او حکومت کولای شي د سیمه يیزو پولیسو کړني وڅاري هغه که په بغلان که وي که په تخار او یا کومه بله سیمه کي وي:

«دا یو سیمه يیزه پروسه ده، موږ وینو چې پرمختګ کوي، دا د افغان دولت مسئولیت دی چې د افغان سیمه يیزو پولیسو همغږي وکړي او د هغوی چارو ته په کتو سره موږ وینو چې حکومت یې د پراخیدو په لټه کی دی.»

په افغانستان کې د ایساف دغه آلماني جنرال همدا راز له دویچه ویله سره په خبرو کې دا هم وویل چې د یاغیانو د بغاوت ساحه له ښارونو ليري شوې ده او په ليري پرتو کلیو او بانډو پوري محدوده ده.

نوموړي زیاته کړې ده، چې اوس د جګړو په کچه راکښته سوې ده او دا د امنیتي چارو د افغاني کیدو پایله ده.

د ایساف مشرتابه پر داسي مهال د امنیت د ښه والي خبره کوي چې ټاکل شوي د امنیت د لیږد څلورم پړاو ډیر ژر پیل شي. جنرال کتڅ وايي دغه بهیر ته پوره چمتووالی نیول شوی دی او کوم لوی خنډ یې په مخ کې نه ويني.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل