ايساف: د افغان پوځ لويه ستونزه بې سوادي ده
۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبهافغان حکومت چي اوس ورته د امنيت د ليږد پروسه پيل سوې ناچاره دي چي ډيره تکيه پر خپلو کورنيو سرتيرو وکړي.
په افغانستان کي د ناټو تړون د پوځي روزنيز ماموريت مرستيال، جنرال مايکل، وايي د سرتيرو په ليکو کي بې سوادي د ټولو هغو ننګونو په سر کي ځای لري، چي افغان ملي پوځ اوناټو دواړه ورسره مخامخ دي.
دغه کاناډايي جنرال چي د سپټمبر پر دوولسمه نيټه يې په کابل کي يوي خبري غونډي ته وينا کوله وويل چي دمګړۍ دوی تر هر څه د افغان سرتيرو په روزنه ډير تمرکز کوي ا و د همدي موخي د تر لاسه کولو لپاره يي شاوخوا درې زره کورني روزونکي په دندو ګمارلي دي.
د نشه يي توکو استعمال او د زور پالو ګواښونه هغه عمده لاملونه دي چي ډيری افغان عسکر دې ته اړ باسي چي له پوځ څخه تيښته وکړي او يا هم رخصتيو له تګ وروسته بيرته د اردو ليکو ته را ونه ګرځي.
جنرال مايکل وايي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به نه يوازي دا چي د افغان ځواکونو شميره ټاکل سوي حد يعني ۱۹۵ زرو ته ورسيږي بلکي داسي سرتيري به هم ډير کم وي چي ليک لوست يي له وسه پوره نه وي.
« زما په فکر د افغان پوځ د روزني او سمبالولو په وړانډي ډيري ستونزي پرتې دي، يو ګواښ دادی چي د داسي يوه پوځ روزنه او تجهيز چي ليک لوست و نه سي کړای د نړۍ په هيڅ يوه هيواد کي هم اسانه کار نه دی، هغه څه چي اوس يي موږ کوو هغه دا دي هر هغه سرتيري چي اوس پوځ ته شامليږي په لومړۍ ورځ يي د سواد زده کړي په کورس کي شاملوو».
د افغان لښکررو يو شمير قوماندنانو شکايت کړی، هغه وسلي چي ناټو دوی ته ورکړي د هغوی د خپلو وسلو په پرتله کارنده والي نه لري.
خو جنرال مايکل ډي، دغه ادعا ناسمه بولي او ټينګار کوي، هغسي وسلي مو افغان ځواکونو ته ورکړي چي همدا نن يي بهرني سرتيري په جګړو کي کاروي.
په افغانستان کي د ناټو د پوځي روزنيز ماموريت دغه چارواکي په ورته وخت کي د پوځ له ليکو سره د زرګونو تنو افغان ځوانانو د يو ځای کيدو خبر هم ورکړ.
خو تر دې دمخه ځيني رسنيو ويلي ول، چي له افغان پوځ څخه په تيرو شپږو مياشتو کي شاوخوا ۲۵ زره عسکر تښتيدلي دي.
جنرال ډي وويل، که هر څومره افغان سرتيري هم له پوځ څخه وتښتي ناټو به تر ټاکلي مودي پوري چي د ۲۰۱۴ کال وروستۍ نيټه په ډاګه سوي افغان دولت ته د ۱۹۵ زرو په تشکيل کي اردو وسپاري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل