1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف افغان ځواکونو ته جاسوسي الوتکي ورکوي

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د ايساف ځواکونو افغان دولت ته په نږدي راتلونکي کي د سلګونو مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د جاسوسۍ الوتکو د ورکولو خبر ورکړ. دوی دغه راز ويلي، چي افغان ځواکونو ته اوس مهال جيټ الوتکي نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/12TaV
انځور: picture alliance / dpa

نړيواله سوله ساتونکي ځواک وايي چي له دغو الوتکو څخه به افغان دولت په استخباراتي او کشفي ماموريتونو کي کار اخلي.
خو دغه ځواکونه وايي چي جيټ الوتکي به افغان پوځ ته په واک کي  ور نه کړي.

په کابل کي د دغو ځواکونو آلماني وياند جنرال جيکوبسن په يوه خبري غونډه کي وويل، جيټ بم غورځونکي الوتکي تر هغه افغان  پوځ ته نه ورکوي تر څو د هغوی د مصونيت او په کور دننه د دغو الوتکو د الوت او کاروني وړتيا نه وي رامنځ ته سوي.

دمګړۍ په افغان پوځ کي د هغو جنګي جيټ الوتکو د ساتني او پرواز وړتيا شتون نه لري کومي چي د ناټو ځواکونو له لوري کارول کيږي.

افغان دولت څو څو ځله له خپلو نړيوالو متحدينو څخه د خپل پوځ لپآره د جنګي او  استخباراتي الوتکو په ګډون د شوبلو، توپونو او درنووسلو غوښتنه  کړې وه.

ايساف وايي چي د ۲۰۱۲  کال تر پايه پوري به د استخباراتي الوتکو په ګډون د هغو پوځي وسايلو ټوليزه بيه دوه مليارده او اوه سوه مليونه امريکايي ډالرو ته ورسيږي، چي پتېيل سوي افغان دولت ته ورکړل سي.

په دغو تجهيزاتو کي د شپې ليد وسايل او همدا راز پرمختللي مخابراتي دستګاوي هم شاملي دي، چي د جګړې په ډګرکي د افغان ځواکونو وړتيا لوړوي.

د ايساف وياند جنرال جيکوبسن وايي:« موږ تر اوسه پوري په افغان دولت کي دا وړتيا نه وينو، چي له جنګي جيټ الوتکوپه سمه توګه ساتنه وکړي او داسي پرسونل هم نسته چي له هغوی کار واخلي، که دا لوتکي افغان دولت ته ورکړل سي نه هغوی او نه هم موږ ته ګټه لري، لومړی بايد پيلوټان وروزل سي او بيا به الوتکي افغان دولت ته ورکړو».

تردې دمخه داسي ويل سوي و، چي نړيواله ټولنه افغان ځواکونو ته د جنګي الوتکو له سپارلو سره موافقه نه ده.

د پوځي چارو کارپوهان د جګړې په ډګر کي وسلې او پرمختللي پوځي تجهيزات د سرتيرو د بريالي توب اصلي راز بولي.
د پوځ پخواني جنرال عبدالواحد طاقت وايي که نړيواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه خپل سرتيري په ابرومندانه توګه وباسي نو بايد کورني ځواکونه د ناټو په معيار وسلو باندي سمبال  کړي.

« که موږ وسلې و نه لرو مورال به له کومه کړو، مورال په تعليم او تربيه نظامي، وسلو، په کلاشينکوف، توپ او ټانک او له پاسه هوايي ځواک پوري تړلی دی».

اوس مهال افغان دولت هڅه کوي چي خپل ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي، ځکه په ډيرو سيمو کي افغان ځواکونو ته په يوازي سر د امنيت د سپارلو لړۍ پيل سوې ده.

په دغه برخه کي د روسيې په ګډون يو شمير ملکونو له افغان دولت سره د مرستي ژمني کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل