«ايرما» سمندري توپان او ويجاړی يې
د ايرما په نوم زورور سمندري توپان د فلوريدا جنوب ته رسیدلی. لا تر مخه چارواکو تر ۶۳ لکه زياتو انسانانو ته لاروښونه کړې وه چې ځانونه خوندي ځايو ته ورسوي.
د اتلانتيک يا آرام سمندرګي څخه راپورته شوې يو ډير زورور توپان د امريکا متحدو ايالاتو فلوريدا ايالت د کوچنيو ټاپوګانو لړۍ ته د رسيدو په حال کې دی. څنګ په څنګ پراته دا ټاپوګان د «فلوريدا کيز» په نوم ياديږي.
د سمندري توپانونو د څار امريکايي ادارې په حواله دمګړۍ د دې توپان شدت ډير زيات دی او دا د څلورمې درجې د توپان په توګه درجه بندي شوی.
د توپانونو د مرکز له خوا ويل شوي چې د ایرما توپان د تيزو بادونو سرعت په ساعت کې د ۲۱۰ کيلومترو زيات دی.
د فلوريډا کيز سره تر ټکر وروسته ښايي د سمندري څپو لوړوالې له څلورو نيمو مترو هم زيات شي.
د امريکا د دې ايالت لويديځ ساحل د توپان څخه اغيزمن دی. دغه ځای ته د توپان تر رسيدو د مخه په سونه زره کسان بايد خوندي ځايونه ته انتقال شي.
د تيزو بادونو او ورسره سختو ورښتونو له امله د بریښنا سسټم هم له ګډ وډۍ سره مخامخ شوی. د «فلوريدا پاور ايند لايټ شرکت» په حواله تر اوسه څلور نيم سوه زره کورونه اغيزمن شوي.
د اټکلونو پر اساس دا توپان ښايي د فلوريدا ساحلي ښار ميامي هم اغيزمن کړي. دغلته خلکو د خپلو دوکانو او کورونو کړکۍ د لرګي په لويو تختو بندې کړي دي.
د خليج هيوادونو له ميامي څخه د خپلو اتباعو د ايستو په موخه د ځانګړو پروازونو زمينه برابره کړې. ويل کيږي چې د توپان دمخه د ميامي په ساحلونو کې ډير شمير سيالانيان موجود ول چې اوس له دغه ځايه ايستل شوي دي.
«ايرما» توپان په تيره پيړۍ کې په آرام سمندرګي کې د راپورته شويو ډيرو زورورو او شديدو توپانونو څخه يو دی. فلوريدا ته تر رسيدو وورسته د سختو ورښتو او تیزو بادونو سبب شوی او په ميليونو انسانان يې له بريښنا بې برخې کړي دي.
د دې توپان په ترڅ کې د الوتونکو بادونو سرعت په ساعت کې ۲۶۰ کيلومتره ښوول شوی چې د همدې شدت سره یې د کيوبا شمالي ساحلي سيمه هم د شنبې په شپه ځپلې وه. د کيوبا پر شمالي ساحلي تړانګه دې توپان کورونه نړولي او ونې يې چپه کړي دي.
په کرابين سمندرګي کې پراته څو ټاپوګان چې د ايرما ورباندي لار ده، سخته ويجاړي یې ليدلې ده. تر اوسه په کرابين سيمه کې د دې توپان له کبله تر ۲۵ زيات انسانان وژل شوي دي.