1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران غواړي له روسيې «اس ۴۰۰» توغنديي سيستم رانيسي

۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبه

د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړی دئ، چي ډېر ژر به ايران ته د توغنديو «اس ۳۰۰» ډوله سيستم وسپاري. ريانووستي خبري آژانس بيا ويلي دي چي ايران غواړي له روسيې څخه «اس ۴۰۰» ډوله سستم رانيسي.

https://p.dw.com/p/1HvYp
انځور: picture-alliance/dpa/Tass

د روسيې ريانووستي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۱۵مه) خبر ورکړی دئ چي روسه غواړي ډېر ژر ايران ته د توغنديو «اس ۳۰۰» ډوله سيستم وسپاري.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخي ايراني چارواکو د «اس ۴۰۰» ډوله سيستم چي تر نورو پرمختللی دئ، د رانيولو غوښتنه کړې ده خو په دې اړه لا تراوسه خبري نه دي سوي.

ايران له روسيې سره په ۲۰۰۷م کال کي د ۸۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پنځه اس ۳۰۰ ډوله توغنديي دفاعي سيستم د رانيولو قرارداد لاسليک کړی وو. خو دغه قرارداد په ۲۰۱۰م کال کي پر ايران باندي د ملگرو ملتونو د بنديزونو له کبله ځنډول سوی وو.

د ايران چارواکو د دغو تسليحاتو د نه ترلاسه کولو په غبرگون کي په ژنيو کي د منځگړيتوب نړيوالي محکمې ته شکايت کړی وو او له روسيې څخه ئې ۴ ميليارده ډالره تاوان غوښتی وو. خو د تيرکال په اپريل مياشت کي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين ايران ته د دغو وسلو د لېږلو د ممانعت حکم لغو کړ.

اس ۳۰۰ ډوله توغنديي سيستم کولای سي چي په يوه وخت کي په ۳۰ کيلومترۍ ارتفاع کي ۱۰۰ جنگي الوتکي په نخښه او هدف وگرځوي.

له بلي خوا بیا د روسيې سپوتنيک رسنۍ خبر ورکړی دئ چي د ايران د دفاع وزير حسين دهقان، په يوه دوه ورځني سفر مسکو ورغلی دئ.

ويل سوي دي چي د ايران د دفاع وزير به د روسيې له چارواکو سره په پوځي برخه کي د همکاريو پر سر خبري وکړي.