1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د ليري واټن توغندۍ هم په برياليتوب سره آزمويلې ده

۱۳۸۸ مهر ۶, دوشنبه

دغه شهاب دري ډوله توغندی2000 کيلومتره ليري نښه ويشتلای سي.د تيري اونۍ په پای کي ايران د لنډ او منځني واټن توغندی هم په برياليتوب سره آزمويلي وې...

https://p.dw.com/p/JsCS
د ايران د بهرنيو چارو وزارت: د توغنديو ازمايښت د نوموړي هيواد کلنۍ آزمويني دي، چي د ايران ددفاع توان پدي ډول آزمويل کيږي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت: د توغنديو ازمايښت د نوموړي هيواد کلنۍ آزمويني دي، چي د ايران ددفاع توان پدي ډول آزمويل کيږي.انځور: AP

د نوموړي هيواد دبهرنيو چارو د وزارت يوو وياند ويلي دي چي دتوغنديو د آزمويلو او د يورانيومو دغني کولو ددويمي دستګاه دجوړولو ترمنځ کوم اړوند نشته. دتوغنديو ازمايښت د نوموړي هيواد کلنۍ آزمويني دي، چي د ايران ددفاع توان پدي ډول آزمويل کيږي.

تيره اونۍ معلومه شوي وه چي، ايران د يورانيومو دغني کولو لپاره يوه دويمه دستګاه هم جوړوي. داخبر په نړيواله توګه د انديښنې سبب وګرځېده او د ډير و انتقادونو باعث شو. ځکه ددې ډار موجود دی، چي ايران اټومي بم جوړ کړي. خونوموړی هيواد په خپله تل بیا بيا وايي چي له اټومي توکو څخه دملکي اهدافو لپاره کاراخلي.

د امريکا د متحده ايالتونوددفاع وزير رابرت ګېټس څرګنده کړې ده، چي ديوو ډيپلوماسي حل لپاره تراوسه هم لاره شته ده . د ايران نړيوال حيثيت ته بيدغه وروسته ددويمي اټومي دستګاه دجوړولو د خبر له خپريدو څخه تاوان رسيدلی دی.

داکتوبر دمياشتي دلمړۍ نيټي لپاره په ژنيو کي دپنځه جمع يوترمنځ خبري اتري په پام کي نيول شويدي .چي داهيوادونه عبارت دي دامريکا له متحده ايالتونو، فرلنسي ، روسيي، انګلستان، چين، المان، اوايران څخه.ايران غواړي چي دنړيوالو ننګونوپه هکله وغږيږي نه داچي داتمي پروګرام په اړه. که ځه هم دا کار اسانه نده، خو له ايران سره خبري اتري بايد ونه شکيږي . نو دټولو اختلاف نظرونو سره سره جمهوررييس احمدي نژاد دملګرو ملتونودموسسي له سرمنشي بانکي مون سره دخبرولپاره وخت ترلاسه کړيدي .اودعکاسانوپه مخکي يي لاس سره ورکړيدي .

بان ويلي دي: ايران بايده دي با لاخره دنړۍ خلکوته ثابته کړي چي ددوي اتمي پروګرام سوله ايزدي. مګر دهغه هيواد دترځمکي لاندي اتمي دستګاه کشفيدلو ددي په خلاف نظر منځته راووړ. دامریکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس بارک اوباما دا دنړيوالو مقرراتو په ضد عمل بولي، او دهغه دعواقبو اخطار ورکوي . اوباما وايي:

دايران مشرتابه بايده دي اوس پريکړه وکړي چي آيا دغه هيواد له خپل مسوليت سره سم عمل کوي، اوکولاي شي چي نړيوالي ټولني ته بيرته ستون شي که څنګه . پرته له هغه به فشارپري زيات شي اونوموړي رژيم به زيادتره يوازي او تجريد شي .

فعلا خوداسي نه ښکاري چي دايران په نظرکي کوم بدلون راغلي وي .جمهوررييس احمدي نژاد پدي باندي ټينګار کوي چي هيڅوک داحق نلري چي لده څخه داتمي پروګرام د مسلي په هکله پوښتنه وکړي.نوکه دراتلونکو ورځو لپاره په پامکي نيول شوي خبري هم ناکامه شي. بيا دنړۍ دامن جرګي ته وار ورسيږي چي دايران په وړاندي په نويو بنديزونو باندي رايي واخلي.

ARD/ ZDF/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل