1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د جندالله د ډلي يوولس تنه اعدام کړل

۱۳۸۹ آذر ۲۹, دوشنبه

د ايران حکومت د دوشنبې په ورځ د جندالله د ډلي 11 تنه د زاهدان په زندان کي په دار وزړول. قضايي مقاماتو ويلي دي چي دې ډلي د تيري د ځانمرګي بريد چي په يو جومات باندي تر سره سو مسووليت په غاړه اخستی و.

https://p.dw.com/p/QgXx
د جندالله د ډلي مشر عبدالمالک ريگي د جون په مياشت کي اعدام سو
د جندالله د ډلي مشر عبدالمالک ريگي د جون په مياشت کي اعدام سوانځور: AP Graphics/DW

د سيستان او بلوچستان د محکمي ريس ابراهيم حميدي وويل:« نن سهار د جندالله د ډلي هغه ۱۱ کسه چي په وروستيو څو مياشتو کي د (سيستان او بلوچستان ) په ترورستي بريدونو کي يې لاس درلودی، د پوليسو سره جنګيدلي وه ، او څو کسه ملکي وګړي يې وژلي ول، د زاهدان په زندان کي په دار وزړول سول.

زاهدان د ايران د بلوچستان او سيسان ولايت مرکز دی. جندالله يوه سني مذهبه ډله ده چي په سيستان او بلوچستان چي د افغانستان او پاکستان سره شريکه پوله لري د څو خونړيو بريدونو مسووليت په غاړه اخستی دی.

د ډسمبر پر پنځلسمه انتحاري بريدونو کي چي د سيستان اوبلوچستان ولايت د (چابهار) په سيمه کي تر سره سو 39 کسه پکښي ووژل سول. د بريد پړه جندالله ډلي په غاړه اخستې ول.

حميدي همدارنګه زياته کړه چي په دار زړول سوي کسان د ايران د پوليسو او اطلاعاتي مامورينو له خوا تر پيژندني وروسته نيول سوي ول.

د سيستان او بلوچستان دلايت د قضايي ځواک ريس زياته کړه:دغه فاسد او جنګي خلک د امنيتي او استخباراتي ځواکونو او د سربازان ګمنام امام زمان د پوليسو په کوښښونو تر پيژندني وروسته ونيول سول.

هغه زياته کړه: «دغه کسان وروسته د ولايت قضايي مقاماتو ته تر سپارلو وروسته د شرعي اوقانوني اصولو په نظر کي نيولو سره محکمه سوي دي.»

حميدي ويلي: « اعدام سوي کسان د (فساد في الارض او د الله او پيغمبر سره د جنک او د ايران د اسلامي رژيم سره د مقابلې په تور تورن سوي دي. ځکه نو دوی په اعدام محکوم سوي او دغه اعدام د قضايه قوې تر تايد وروسته تر سره سوي.

عبدالمالک ريګي د جندالله د ډلي مشر د جون په مياشت کي اعدام سو. دغه ډله وايي چي موږ په بلوچستان او سيستان ولايت کي د هغه بلوچ سني مذهبه مسلمانانو د حقونو لپاره جنګيږو چي ددغه ولايت اکثريت تشکيلوي.

آژانسونه/ شمس الرحمان

کتونکی: نجيب الله زيارمل