ايران د اټومي تړون د عملي کولو لومړی ګام پورته کړ
۱۳۹۴ مرداد ۲۵, یکشنبهاعلان
تهران په ويانا د اټومي انرژۍ د نړۍ وال سازمان مرکزي دفتر يو شمېر اسناد سپارلي دي. دغه اسناد د ايران د اټومي پروګرام د تيرو فعاليتونو په تړاو دي. د ملګرو ملتونو ياد سازمان هيله لري چي د دغو اسنادو په مرسته ځان ته معلومه کړي چي ایا ايران پخوا داسي اټومي فعاليتونه درلودلي که څنګه چي مقصد يې د وسلو جوړول وي.
ايران تر اوسه پوري پر دې ټينګار کوي چي د اټومي وسلو له پاره يې هلي ځلي نه دي کړي. ايران هميشه وايي چي اټومي پروګرام يې ملکي بڼه لري او دا چي د انرژۍ د خپلو ملکي اړتياؤ د پوره کولو له پاره د اټومي دستګاؤ څخه کار اخيستل غواړي.
ايران او د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان په ۲۰۱۳کال دا توافق کړی ؤ چي يو د بل سره به همکاري کوي. په دې ترڅ د ياد سازمان له خوا په ايران کي دننه د ايراني دستګاؤ د څار پر سر هم توافق رامنځ ته سوی ؤ.
ايران د دغو اسنادو په سپارلو سره د لوېديځ سره د تازه رامنځ ته سوي تړون يو مهم شرط پر ځای کړی دی. ايران د خپل اټومي پروګرام پر سر د ملګرو ملتونو د امنيت د وېټو حق لرونکو هيوادونو او آلمان سره د جولای په مياشته کي پر يو تړون توافق کړی ؤ.
ایران په دغه تړون کي د يادو لوېديځو هيوادونو سره ژمنه کړې چي د خپل اټومي پروګرام په تړاو به ورته د څارنې اجازه ورکوي. په بدل کي ايران غواړي چي ورباندي لګول سوي بنديزونه ليري کړل سي.
د ايران د اټومي پروګرام په تړاو د توافق رامنځ ته کېدو وروسته اسرائيل سخت غبرګون ښودلی ؤ. د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو دغه تړون يوه تاريخي تېروتنه بللې وه. خو لوېديځ هيله کوي چي د دغه تړون په مرسته به د ايران سره رارواني دولس کلنې لانجې ته د پای ټکی کښېږدي.

اعلان