1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د القاعدې لوړ پوړي کسان خوشي کړي دي

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

د بريتانوي ورځپاني The Times د يو رپوټ له مخي ايران د القاعدي د ترهګري شبکي يو شمير سرسخت لوړ پوړي زورپالونکي له زندان څخه خوشي کړي ترڅودافغانستان - پاکستان د ګډي پًولي په اوږدو کي د هغي شبکي يو برخه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/QjvO
په دې انځور کي د القاعدې څو تنه غړي ليدل کيږي چي اوس په ګوانتانامو کي بنديان دي.
په دې انځور کي د القاعدې څو تنه غړي ليدل کيږي چي اوس په ګوانتانامو کي بنديان دي.انځور: AP

د بريتانوي ورځپاني The Times د نن ورځي د يو رپوټ له مخي ايران د القاعدي د ترهګري شبکي يو شمير سرسخت لوړپوړي زورپالونکي له زندان څخه خوشي کړي ترڅو د افغانستان - پاکستان د ګډي پًولي په اوږدو کي د هغي شبکي يو برخه جوړه کړي.

د پاکستاني او د منځني ختيځ چارواکوچي نوموړي ورځپاڼي ته د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط خبري کړي وويل ايراني چارواکي د القاعدي د شبکي دغو ترهګرو ته پټي مرستي ورکوي ترڅو د ناتو د سرتيرو پر خلاف وجنګيږي.

The Times د پاکستان د يو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي له خولي وويل: « دغو ترهګرو ته د ايران د سپاه پاسداران له خوا وخت په وخت د اړتيا وړ آسانيتاوي چمتو کيږي.»

د ورځپاڼي په رپوټ کي راغلي دي چي سيف العادل نومي مصري د خوشي شوو کسانو له جملي څخه دي. ويل شوي دي چي دغه سړي د القاعدي یو لوړ پوړی قوماندان په توګه د امريکا متحده ايالاتو د کورني استخباراتي اداري، FBI د پلټني په لست کي نيول شوي دي. په نوموړي باندي تور لګول کيږي چي د افريقا په ختيځ کي په 1998 کال د متحده ايالاتو په سفارت باندي په حملو کي لاس لري.

د بريتانوي ورځپاني The Times په رپوټ کی د سليمان ابوغيث چي له کويت څخه دي او د 2001 کال د سپتمر د يولسمي په حملو کي د القاعدي د رسمي وياند په توګه معرفي شوي او د ابوخير المصري چي د القاعدي د شبکي د مشر د مرستيال، ايمان الظواهري د نژدي مشاروينو څخه شمير کيږي، د خوشي شوو کسانو په جمله کي يي نومونه هم اخيستل شوي دي.

The Times د نه معرفي شوو چارواکو له خولي دا رپوټ هم ورکړي چي د ايران له بند څخه د خوشي شوو کسانو په جمله کي د القاعدي د مشر اسامه بن لادن د کورني دري غړي هم ګډون لري.

د سپتمبر د يولسمي له حملو څخه وروسته کله چي امريکايي ځواکونو پر افغانستان باندي يرغل وکړ، د القاعدي يو شمير لوړ پوړي کسان ايران ته وتښتيدل. په ايران باندي تور لګول کيږي چي د القاعدي دغه کسان يي د يو ستراتيژيکي مقصد په توګه د امريکا پر ضد د استفادي لپاره نظر بند ساتلي ؤ.

د ايران له خوا تراوسه پوري د القاعدي د خوشی شوو کسانوپه هکله کوم غبرګون ښودل شوی نه دی. له دي مخکي ايران د لويديځو ځواکونو هغه ادعاوي تل ردي کړي چي د افغانستان په دننه کي له ياغيانو سره مرسته کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: رحیله امیری