ايران د افغانستان له لاري تاجکستان ته د اورگاډي پتلۍ غځوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبهد تاجکستان د ترانسپورت وزارت وايي، چي په راتلونکو درو مياشتو کي به ايران هغه پلان وړاندي کړي، چي له مخي ئې له دغه هيواد سره د اورگاډي په پټلۍ تړل کيږي.
ددغه وزارت په خبره ايران ددې پروژې د مطالعه کولو له پاره يو ميليون ډالره ځانگړي کړي دي.
د دغي پروژې په تکملېدو سره به د قرغزستان- تاجکستان- افغانستان تر منځ تررانسپورتي شريان خلاص او هاخواته به بيا پر دوو ښاخو، افغانستان- چين او افغانستان- ايران ووېشل سي.
د دغي پروژې بيه او قدرت تر اوسه پوري نه دئ معلوم او دا هم نه دي ويل سوي چي په څومره وخت کي به بشپړه سي.
تاجکستان د دې پروژې د پيلېدو او بشپړېدو له پاره خورا ډيري هلي ځلي کوي. ځکه دغه هيواد غواړي چي له خپل گاوندي ازبکستان هيواد له شره ځان خلاص کړي. تاجکستان ته ټولي د اورگاډي پټلۍ له دغه هيواد څخه تيريږي.
د دغو دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي ښې نه دي او په خپل منځ کي د تگ راتگ پر مهال بايد ويزه ولري.
ازبکستان ورځ تر بلي پر تاجکستان باندي د اورگاډي لار تنگوي او د گازو نل ليکه بندوي.
د مارچ په مياشت کي دوشنبې ته د افغانستان او ايران د ولسمشرانو د سفر پر مهال درو سرو مشرانو ددغي پروژې د چارو د گړيندي کولو په اړه پريکړه وکړه.
د قرغزستان څخه ايران ته د اورگاډي د پلټۍ غځولو پر پروژې باندي له ۲۰۱۰ کال د جولای د مياشتي راهيسي خبري کيږي، خو تر اوسه کومي پريکړي ته نه دي رسېدلي.
د اورگاډي دغه پټلۍ چي ۱۹۷۲ کيلومتره اوږدوالی لري د قرغزستان د قاشغر تم ځای څخه به د تاجکستان له لاري د افغانستان هرات او وروسته ايران ته وغځول سي.
له دې جملې څخه به ۳۹۲ کيلومتره په تاجکستان، ۴۷۵ کيلومتره په قرغزستان او ۱۱۰۵ کيلو متره پټلۍ د افغانستان په خاوره کي تيره سي.
په ۲۰۱۰ کال کي د دې پروژې د امکاناتو د مطالعه کولو له پاره نړيوال بانک يو ميليون ډالره ځانکړي کړل خو تر اوسه پوري ددې پروژې د ترسره کولو امکان او يا هم په هغه کي د پانگوني حجم نه دئ معلوم.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم