1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايران دي خپل اتومي پروگرام لس کاله ودروي»

trt, dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

له ایران سره د اتومي پروگرام په هکله خبري اتري پریکړنده مرحلې ته رسېدلي دي. په پام کې ده چې په دې هکله به د مارچ میاشتې تر پايه پوري د یوه چوکاټ په هکله موافقه رامنځ ته شي. اوس اوباما هم په دې هکله څرگندونی کړي.

https://p.dw.com/p/1Ek8b
انځور: Win McNamee/Getty Images

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د څرگندونو له مخې، له ایران سره د اتومي شخړي پر سر هغه وخت یو توافق رامنځ ته کیدای شي چې دغه هیواد پر خپل اتومي پروگرام باندي لږ تر لږه د لسو کالو له پاره کار ودروي.

اوباما په سپينه ماڼۍ کې له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي: «که چیري ایران دې ته چمتووالی وښيي چې خپل اتومي پروگرام له اوسني حالته نزدې لس کاله دروي او په ځینو برخو کې یې پر شا گرځوي او هغه موږ په اثبات ورسوو، نو بیا دا تر ټولو ښه امنیت دی چې موږ یې تر لاسه کولای شو، چې هغوی کوم اتومي بم نه لري.»

آیا تر جون میاشتي پوري به کوم توافق وشي؟

اوسمهال له ایران سره د شخړه ییز اتومي پروگرام پر سر خبري اتري پریکړنده مرحلې ته رسېدلي دي. په پام کې ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پايه پورې د یوه چوکاټ پر سر موافقه وشي او بیا د جون میاشتې تر وروستۍ نیټې پوري د مقرارتو پر سر هوکړه شوې وي.

خو لا هم د شخړه ییزو موضوعاتو په سر کې پر ایران باندي د بندیزونو د لیرې کولو د وخت پر سر لانجه موجوده ده. د خبرو اترو د مهلت غځیدل امریکا متحد ایالات او دغه راز ایران رد کړي دي.

۱+۵ هیوادونه په سویس کې خبري اتري کوي

په سویس کې په روانه اوونۍ کې د ایران او ۱+۵ گروپ چې له امریکا متحدو ایالاتو، فرانسې، چین، روسیې، بریتانيا او آلمان څخه جوړ دی، د ايران د اتومي پروگرام په هکله خبري اتري کیږي. د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۲مه) په مونتیریاکس کي له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره ولیدل.

د دغه څو ساعته لیدني کتني پایلي نه دي په ډاگه شوي. د کیري د ویاندي ماري هارف، په وینا خبري اتري به د سه شنبې په ورځ هم ادامه ومومي. لویدیځ غواړي چې د ایران مخه ونیسي، څو اتومي وسلې جوړې نه کړای شي. خو ایران پر دې ټینگار کوي چې اتوم بم جوړول نه غواړي.

د امریکا ولسمشر په داسي وخت کې دغه څرگندوني کوي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بينیامین نتنياهو د متحدو ایالاتو کانگرس ته د وینا له پاره واشنگټن ته رسیدلی دی. د نتنياهو په وینا کانگرس ته د ده د وینا موخه له ایران سره د موافقې د مخنیوي هڅه ده.

د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان (IAEA) تیره میاشت ویلي ول چې دوی ډاډه نه دي چې ایران په بشپړه توگه له دوی سره د خپل اتومي پروگرام د څېړني په برخه کې همکاري کوي.