ايران بايد په اټومي شخړه کښي تعادل ښکاره کي
۱۳۸۶ اسفند ۲۹, چهارشنبهاعلان
دې د لمړنۍ خارجي صدراعظمي په حيث د اسراييلو په پارلمان کښي خبري وکړې .
په دغه وينا کښي دې تر ټولو دمخه د ملي سوسياليزم په جنايتونو کښي د جرمني مسؤليت ته اشاره وکړه .
ميرکل اسراييلو ته د ايران د رهبرۍ د اخطارونو د په نظر کي نيولو سره اطمينان ورکۍ ، چه د اسراييلو د امنيت په مقابل کښي جرمني تاريخي مسؤليت لري ، او هغه د جرمني د دولتي وظايفو يوه برخه ده . دې وويل چه که ايران په اټومي لانجه کښي تعادل ښکاره نه کي ، جرمني به د نورو بنديزونو د وضع کولو کوښښ هم وکي . په جرمني کښي د يهودانو د مرکزي شورا مشري شارلوټه کنوب لوخ ،د ميرکل بيانيه یو تاريخي بيانيه وبلل .