1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او کيوبا تر ټولو ډير ژورناليستان تبعيد کړي

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

د هغي سروي په اساس چي د دوشنبي په ورځ د CPJ د سازمان لخوا خپره شوه ايران او کيوبا هغه دوه هيوادونه دي چي د نورو هيوادونو په پرتله په کي ژورناليستان تر ډير فشارونو لاندي دي او تر ټولو ډير ژورناليستان تر نه تبعيد شوي هم دي

https://p.dw.com/p/11fdY
د ژورنالیستانو د وضعيت د څار د و سازمان
د ژورنالیستانو د وضعيت د څار د و سازمان

د ايران او کيوبا په وروستیو 12 میاشتو کی 18 ژورناليستان تبعيد کړي دي. د دغو ژورنالستانو په ډلي کي خو ځيني یی د کورنيو سره هم تبعيد ته استول شوي ډی.

د دغه سازما په حواله په وروستيو 12 مياشتو کي په ټولي نړي کي په رسمي توګه 67 ژورناليستان د خپلو هیوادونو څخه شړل شوي. له دغي ډلي څخه يو يي هم نه دي توانيدلي چي بيرته خپل هيواد ستون شي.

د دغو ژورناليستانو په ډلي کي 22 يي د منځيني ختيځ هيوادونو، 19 یی امريکايي هيوادونو، 19 افريقايي، 8 اسيايي او يو هم د مرکزي اسيا د هيوادونو څخه دي.

د CPJ سازمان په خپل رپورټ کی لیکی چی د تبعيد شويو ژورنالستانو اصلي شمير کيداي شي چي له دي څخه هم ډير وي ځکه چي د دوي په راپورټ کی یوازی هغه کسان شامل دي چي قضيي په رسمي ډول ثبت شوي دي.

د سروي له مخي ډيري ژورناليستان وروسته له هغي د خپلو هيوادونو څخه تبعيد شوي چي له زندان څخه آزاد کړاي شوي دي خو بيا ډيري نور ژورناليستان د دي له ډاره چي د دولت لخوا زندان ته و نه استول شي هم د خپلو هيوادونو پريښودلو ته اړ شوي دي.

په رپورت کی راغلی چی د ژورناليستانو تبعيدول د دوي په وړاندي د مسلکي او اقتصادي لحاظه ډيري ستونزي رامنځ ته کوي. په رپورت کي همداراز راغلي چي په وروستي لسيزي کي کم تر کمه 649 ژورناليستان له خپلو هيوادونو څخه تبعيد شوي دي.

د دغو تبعيد شويو ژورناليستانو له ډلي څخه ډيري د ايران، ايتوپيا، سوماليا، عراق او زمبابوي له هيوادونو څخه دي.

د خپور شوي راپور په حواله د تبعيد شويو ژورناليستانو له ډلي څخه يوازي 22 سلنه يي توانيدلي چي په رسنيو کي کار پيدا کړي خو ډيري نور يي په نورو کارونو بوخت شوي دي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل