1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او ترکيه غواړي يو له بل سره همکاري وکړي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د ايران جمهور رئيس په لومړي وار په يوه رسمي سفر ترکيې ته تللی دی. دغه سفر يوازي اقتصادي بڼه نه لري، بلکي د سوريې په اړه به هم خبري وسي: د سوريې په اړه د نظر د توپير سره سره دواړه هيوادونه غواړي يو له بل سره همکاري وکړي.

https://p.dw.com/p/1CFBQ
انځور: Adem Altan/AFP/Getty Images

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني له خپل ترکي سيال عبدالله گل سره په انقره کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي «د سیمي ډېرو مهمو هيوادونو ايران او ترکيې پريکړه کړې ده چي له تروريزم او افراطيت سره به مبارزه کوي.»

روحاني زياته کړې ده چي «له تروريزم سره مبارزه د نړۍ د ټولو هيوادونو دنده ده.» هغه ويلي دي چي «اصلي هدف په سوريه کي د وينو تويولو بندول دي. له سوريې څخه بايد بهرني تروريستان وشړل سي او د دغه هيواد خلکو ته فرصت ورکړل سي چي خپله راتلونکې پخپله وټاکي.»

له هغه وخت راهيسي چي روحاني د ايران د جمهور رئيس په توگه لوړه کړې ده، دا يې ترکيې ته لومړی سفر وو. د دغو دوو گاونډيو هيوادونو اړيکي په ۲۰۱۲ کال کي ځکه خړي پړي سوې وې چي د سوريې د کورنۍ جگړې په اړه يې بېل بېل نظر لاره.

ايران د بشارالاسد رژيم نژدې ملگری دی او روحاني د تيري اوونۍ په ټاکنو کي د جمهور رئيس په توگه د اسد د بيا ټاکل کېدو په اړه هغه ته مبارکي ويلې ده. خو ترکيې بیا په خپل گاونډي هيواد کي رايي اچونه «نامعتبره» بللې ده.

ترکيه د پخلايني خوا ته

د ترکيې جمهور رئيس عبدالله گل ايران له هغه وخت راهيسي چي حسن روحاني واک ته رسېدلی دی وستايه. د تريکې لومړي وزير رجب طيب اردوان هم له روحاني سره ليدلي دي او ويلي يې دي چي د تهران او انقرې ترمنځ اړيکي بهتره سوي دي.

روحاني له يوه ستر اقتصادي استازي سره ترکيې ته سفر کړی دي او د ترکيې د ستر شرکتونو له پاره هم ايران د خپل ۷۶ ميليونه نفوس سره ډېر مهم بازار دی.

د روحاني او گل ترمنځ د خبرو يوه مهمه موضوع د ايران طبيعي گاز او تر کيې ته د هغه صادرول وه. ترکيه د ايران په گازو پوري تړلی هيواد دی، او د غرب له خوا پر ايران باندي د بنديزونو خلاف وو. روحاني به د نن ورځي ترپايه پوري په ترکيه کي پاته سي او د سوداگرۍ په اړه به خبري اتري ولري.