ايران او بريتانيا بېرته سفارتي اړيکي ټينګوي
۱۳۹۴ شهریور ۱, یکشنبهاعلان
په ايران کي د بريتانيې پر سفارت د هجوم ور وړل کېدو څخه څلور کاله وروسته بريتانيا غواړي چي په دغه هيواد کي خپل تړلی سفارت بيا پرانيزي. د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چي بريتانيا به د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اګست ۲۳مه نېټه) په تهران کي خپل سفارت بېرته خلاص کړي. د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير فيليف هېمنډ ويلي دي چي دی به په خپله د پرانستنې په مراسمو کي حاضر وي.
هېمنډ ويلي دي چي په ۲۰۱۳کال د ايران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني ټاکل کېدل او يوه مياشت تر مخه د ايران د اټومي پروګرام په تړاو تفاهم «ډېري مهمي پيښي» وې. په ايران کي په ۱۹۷۹کال د انقلاب راهيسي صرف يو بريتانوی د بهرنيو چارو وزير دغه هيواد ته ورغلی دی او هېمنډ به دويم وي.
قصدي زيان رسونه
په تهران کي د بريتانيې سفارت د ۲۰۱۱کال د نوامبر په ۲۹مه نېټه د هغه وروسته وتړل سو، چي د هغه وخت د ولسمشر محمود احمدي نژاد پلويانو ورباندي هجور ور وړ. دغه احتجاج کوونکي پر ايران د بنديزونو د لګول کېدو له کبله ډېر په غوسه ول. دغه احتجاج کوونکي و سفارت ته ننوتل، د بريتانيې بيرغ او د ملکې انځور يې راکښته کړل، د سفارت سامان ته يې زيان واړاوه او اسناد يې وسوځول. دغه پېښه هغه وخت په نړۍ واله توګه سخته وغندل سوه. د دغې پيښي وروسته بريتانيې هم له خپل هيواد څخه ايراني دپلوماتان وايستل.
د ايران او بريتانيې تر منځ اړيکي بېرته د بهتره کېدو پر وخت روانې سوې، کله چي په ۲۰۱۳کال حسن روحاني د ايران د ولسمشر په توګه وټاکل سو. ايران د دې تر څنګ د ۲۰۱۵ کال د جولای په مياشت کي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پنځو وېټو حق درلودونکو غړو او آلمان سره يو توافق وکړ. دغه توافق د ايران د اټومي پروګرام په تړاو ؤ چي د لوېديځ او ايران ته رمنځ يې و دريالس کلنې لانجې ته د پای ټکی کښېښود.
د لوېديځ سره د توافق وروسته يو شمېر لوړ پوړو لوېديځوالو سياستوالو و ايران ته سفرونه کړي دي. په دغو کي د آلمان د اقتصاد وزير او د صدراعظمې مرستيال زيګمار ګابريل هم شامله دی.

اعلان