1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران امريکايي کښتۍ او عسکر بيرته آزاد کړي دي

۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

د ايران سپاه پاسدان د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي دي چي د امريکا دوې سمندري کښتۍ او لس تنه عسکر ئې بيرته آزاد کړي دي. ايران تر دې دمخه ويلي ول چي دغه کښتۍ او عسکر ئې د فارس خليج په اوبو کي د «فارسي ټاپو» ته نژدې نيولي.

https://p.dw.com/p/1HcHA
انځور: Sepah News

تر دې دمخه پنتاگون اعلان کړی وو چي ايران ئې د سمندري ځواک دوې کښتۍ او لس کسه عمله نيولي دي. جان کيري په دې اړه له خپل ايراني سيال ظريف سره تليفوني خبري کړي. امریکا وايي ډاډ ورکړل سوی چي کښتۍ او عمله به ئې بيرته آزاد سي.

امریکا متحدو ايالاتو د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۲مه) وويل چي د ايراني چارواکو له خوا ډاډ ورکړل سوی دئ چي کښتۍ او عمله به ئې ډېر ژر آزاد سي.

د يوه امریکايي چارواکي په حواله ايران امریکا ته خبر ورکړی دئ چي د کښتيو عمله خوندي دي او «ډېر ژر» به د سفر کولو اجازه ورکړل سي.

دغه امریکايي چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي ويلي دي چي د دوی مخباراتي اړيکي له دوو پوځي کښتيو سره له کويټه بحرين ته د سفر پرمهال قطع سولې. هغه ويلي دي چي د دغو کښتيو يوه ئې د فارس په خليج کي «فارسي ټاپو» ته نژدې تخنيکي ستونزي پيدا کړي.

«فارسي» کوچنی ټاپو د بوشهر په جنوب کي د فارس خليج په اوبو کي د ايران او عربستان د ساحلونو ترمنځ پروت دئ.

Iran stoppt zwei Boote der US-Marine
انځور: Reuters/U.S. Navy/P. Lewis

د راپورونو له مخي د دغي پيښي په اړه پخپله د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره تليفوني خبري کړي دي. يوه امريکايي چارواکي اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي جان کيري پخپله د دغي موضوع په اړه له ظريف سره خبري کړي څو پايلي ته ورسيږي.

د ايران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د سه شنبې په ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چي «د امريکايي ځواکونو دوې پوځي کښتۍ له لسو تنو وسله والو عملې سره چي د ايران اوبو ته ننوتلي وې د دوشنبې په ورځ ماځيگر مهال د فارسي په ټاپو کي د سپاه پاسداران سمندري ځواک نیولي او او فارسي ټاپو ته ئې لېږدولي دي.»

د ايسنا خبري آژانس د سپاه پاسداران د اعلاميې په حواله لیکلي دي: «دغه امریکايي پوځيان چي ۹ ئې نارينه او يوه ئې ښځه ده په يوه خوندي ځای کي روغ رمټ ساتل کيږي.»