ايرانۍ ښځو ته شل ممنوعيته
هغه ممنوعيتونه چي ايرانۍ ښځي ورسره مخامخ دي په نورو هيوادونو کي د ښځو له پاره عجيبه ښکاري. په دغو ممنوعيتونو کي د وخت په تيرېدو سره بدلو راغلي يا ډېر سوي دي. ددغو ممنوعيتونو ځيني به در وپيژنو.
د ښځو بايسکل چلول ممنوع دي
په دې وروستيو کي د ايران ښځو ته بايسکل چلول هم ممنوع سول. د ښځو د بايسکل چلولو په اړه يوې پوښتني ته د ايران رهبر علی خامنه ای، ويلي ول: «په عامه ځايونو او يا هغو ځايونو کي چي يو نامحرم ښځه پر بايسکل باندي وويني، حرام دي.»
له فوټبالرانو سره د ښځو سلفي ممنوع دی
له هغه وروسته چي له ځينو مشهورو فوټبالرانو سره د ځينو ښځو سلفي عکسونه خپاره سول د ايران د «اخلاقو کمېټه» اعلان وکړ: «سلفي عکسونه له نجونو سره منع دي.»
په کافي شاپونو کي د ښځو کار منع دی
په ايران کي ښځي په ځينو ځايونو کي د کار اجازه نه لري. د بېلگې په توگه په دې وروستيو کي د ايران پوليسو اعلان کړی دی: «په کافي شاپونو او قهوه خانو کي د ايرانۍ ښځو کار منع دی.»
له غير مسلمان سره د ايرانۍ ښځو واده منع دی
د ايران د قوانينو له مخي د دغه هيواد ښځي له يوه غير مسلمان سره وادهه منع دی. ايراني نارينه بيا اجازه لري چي له يوې غير مسلماني ښځي سره واده وکړي.
پر پتلون باندي د موزو اغوستل منع دي
د ايران پوليسو د «ژمي مبارزه» په نوم طرح په درشل کي ايرانۍ ښځو ته پر پتلون باندي د موزو اغوستل ممنوع اعلان کړي.
د سر د ټکري پرځای د خولۍ پر سرول منع دي
د ايران پوليسو دغه راز اعلان کړی دئ: «له هغه چا سره چي د ټکري پرځای ئې خولۍ پر سره کړې وي چلند به ورسره وسي.»
د لامبو په جامو کي د ښځو لامبو منع ده
په ايران کي ښځي اجازه نه لري چي د «نامحرمو» په مخکي ولامبي.
صحنې ته د ښځو راوتل منع دي
د «شرق» ورځپاڼي د راپور له مخي د ايران په ۱۳ ولايتونو کي هنرمندي ښځي اجازه نه لري چي صحنې ته راووځي او موسقي وږغوي.
لوبغالي ته د ښځو تگ منع دی
په ايران کي ورزشي لوبغالو ته دغه راز د فوټبال او واليبال لوبغالو ته چي په هغه کي نارينه لوبي کوي، د ښځو ورتگ منع دئ.
په بس او مترو کي د نارينه وو ځای ته د ښځو تگ منع دی
په بسونو او مترو کي د ښځو له پاره ځانگړي د ناستي ځايونه جوړ سوي او دوی د نارينه وو په ځای کي د ناستي اجازه نه لري.
د ښځو بدني جورابي اغوستل منع دي
په دې وروستيو کلونو کي د ايران پوليسو د ښځو بدني جورابي منع اعلان کړي. ښځي اجازه نه لري چي بدني جورابي واغوندي.
د ټکري له دواړو اړخونو د وېښتانو راوتل منع دي
د ايران پوليسو ويلي دي چي د ټکری تر دواړو اړخونو بايد وېښتان نه وي راوتلي.
د زده کوونکو (نجونو او هلکانو) گډه مېله منع ده
د زده کوونکو (نجونو او هلکانو) گډه مېله منع ده
د ښځو د اميدواره کېدو د مخنيوي هر ډول جراحي منع ده
د وگړو د ډېرښت په برخه کي د ايران سياست له مخي هغه جراحي چي د اميدواره کېدو مخنيوی کوي منع ده.
و قهوه خانو ته د ښځو ورتگ او چلم څکول منع دي
د ايران د قهوه خانو د اتحاديې د اعلان پر بنسټ، معمولي قهوه خانو ته د ښځو ورتک «غيرقانوني» دی او هغوی ته د چلم وړاندي کولو «اجازه» هم نه سته.
د ښځي په غوښتنه طلاق ممنوع دی
په ايران کي د طلاق حق يوازي نارينه لري، خو استثنا سته. په دې سره نو په عادي حالت کي که ښځه له خپل مېړه سره موافقه نه وي، اجازه نه لري چي له هغه څخه طلاق واخلي.
د نارينه له اجازې پرته ښځي د پاسپورت حق نه لري
د ايران د قانون له مخي ښځي نه سي کولای چي خپل د مېړه له اجازې پرته پاسپورت ترلاسه کړي.
ښځو ته داسي بالاپوښ اغوستل منع دي چي پرشا ئې نويشته وي
ښځو ته داسي بالاپوښ اغوستل منع دي چي پرشا ئې نويشته وي.
د سياليو پرمهال ښځي داسي کالي نه سي اغوستلای چي مړوند يا پښې دي ئې ښکاره سي.
په ځينو رشتو کي د ښځو زده کړي منع دي
په ځينو رشتو کي د ښځو زده کړي منع دي او ويل کيږي چي دا يوازي د نارينه وو کار دئ. لکه د نفتو استخراج.