ايران:په افغانستان کي د نشه يي موادو د ډيريدو عامل بهرنيو عسکر دي
۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبهموتکي ويلي دي« په افغانستان کي د نشه يي موادو د توليدو د ډيريدو يوازنی عامل په هغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو شتون دی.»
د ايران د بهرنيو چارو د وزير په خبره« هغه هيوادونه چي په دې وروستۍ لسيزه کي په افغانستان کي فعال دي، بايد د نشه يي موادو د توليد د ډيريدو مسؤليت په غاړه واخلي. دا بايد معلومه سي چي ددې تر شا څوک ولاړ دي.»
موتکي وويل چي، د ايران حکومت د نشه يي موادو د توليد او کاروبار پر ضد د عمل کولو گامونه پورته کړي دي.
د هغه په خبره ايران تيار دی چي په دې لاره کي د ملگرو ملتونو د نشه يي موادو پرضد د ادارې سره خپلي همکارۍ پراخي کړي.
په ملگرو ملتونو کي د نشه يي موادو سره د مبارزې د ادارې مشر فیدوتيف د خپلي خوا د ايران د حکومت دغه اقدامات چي د نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کي يې کوي وستايل.
هغه دغه راز د موتکي هغه وړانديز ته هم هرکلی ووايه، چي وايي د تروريز او نشه يي موادو تر منځ د اړيکو په اړه بايد سمينارونه را وبلل سي.
د ملگرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال د راپور له مخه د نړۍ په سلو کي ۹۰٪ ترياک په افغانستان کي توليديږي.
انترفکس: نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم