1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايتلافي ګوندونه: پرويز مشرف دي پخپله استعفا وکړي

۱۳۸۷ مرداد ۲۰, یکشنبه

د يکشنبې په ورځ د ايتلاف ګوندونو استازو وويل، پرويز مشرف د هغو تورونو په وړاندي دريدلای نه سي چي له قدرت څخه د ناوړه استفادې له امله په يوه پلان سوي دعوه کي د هغه پر ضد اقامه کيږي

https://p.dw.com/p/Etwr
د پاکستاني پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د خلګو د ګوند مشر آصيف زرداري
د پاکستاني پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د خلګو د ګوند مشر آصيف زرداريانځور: AP

ګوندي چارواکو وويل چي پارلماني استازو په داسي حال کي دغه غوښتنه کړې ده چي د هغه هيواد د ملي اسامبلۍ یا ولسي جرګې له خوا د دوشنبې په ورځ د نوموړي دعوې د بهير د پیل څخه د مخه، د حکومت يوې کميټې د مشرف پر خلاف صورت دعوه باندي غونډه کړې ده.

د ايتلاف مشرانو، آصف زرداري او نواز شريف د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړی چي هغوي به له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور مشرف له جمهوري رياست څخه ګوښه کيدو ته اړ باسي.

د پاکستان د اساسي قانون د مخه، د دولت د مشر دګوښه کولو لپاره د يوې دعوې وړاندي کول د پارلمان د دواړوجرګو په يوه ګډه غونډه کي د دوه پر دريم اکثريت راييو غوښتنه کوي.

د مسلم ليګ ګوند مشر نواز شريف
د مسلم ليګ ګوند مشر نواز شريفانځور: AP

د قانون د چارو وزير، فاروق نيک، خبريالانو ته وويل: « يوه بشپړه صورت دعوه چمتو سوې ده. د غټو تورونو په جمله کي ناوړه چالچلندونه او د اساسي قانون څخه سرغړونه شاملي دي.»

نوموړي وزير چي، د تورنو د مسوده کولو د کمېټې غړی هم دی وويل :«دعوه ډيره مضبوطه ده او مشرف نه سي کولای چي د دې تورونو څخه ځان وژغوري. د هغه لپاره غوره ده چي د د عوې د وړاندي کولو څخه د مخه استعفا وکړي».

نيک، په دې اړه ډير زيات تفصيلات ور نه کړل، خو زرداري د پنجشنبې په ورځ وويل: «مشرف هڅه کړې ده چي د ډيموکراسۍ پر لور د پرمختګ مخ ونيسي او د هغه پاليسيو فيدرالي نظام کمزوری کړی او د هيواد پر ملي بنسټونو باندي يې باور د منځه وړی دی.»

اسحق دار،چي د شريف د ګوند لوړ پوړی مشردی، هم وايي چي، د مشر ف لپاره به ښه وي چي استعفا وکړي او د هغه پرخلاف د دعوې د وړاندي کولو مخ دي ونيسي.

يوسف رضا ګيلاني د پاکستان د لومړي وزير په توګه د لوړي د ترسره کولو پر مهال د جمهوررييس پروز مشرف سره
يوسف رضا ګيلاني د پاکستان د لومړي وزير په توګه د لوړي د ترسره کولو پر مهال د جمهوررييس پروز مشرف سرهانځور: AP

اسحق دار،یادونه وکړه: مشرف لاتراوسه وخت لري. دا به د هغه په خپله ګټه يي چي استعفا وکړي،هغه بايد پوه سي موږ په پارلمان کي د دوه پر دريمي برخي له ملاتړ څخه برخه من يو.»

د نواز شريف د ګوند له نوموړي استازي څخه پوښتنه وسوه چي آيا د پاکستان ايتلاف به مشرف پريږدي چي پرته له کومي زوروني څخه د قدرت څخه ګوښه سي، هغه په جواب کي وويل چي دا د ايتلاف په مشرانو پوري اړه لري.

د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف
د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرفانځور: AP

د مشرف نژدې متحد، مشاهد حسین، هم وويل چي جمهور رييس کيدای سي چي د تورونو سره مخامخ سي يا استعفا وکړي اوخپل کورته ولاړ سي. خو هغه زياته کړه چي جمهور رييس يو پوځي قوماندان دی، ښايي هغه ځان کلک کړي او د ځان څخه دفاع وکړي.

مشرف چي په 1999 ميلادي کال کي يې په يوه پوځي کودتا کي قدرت ونيوی،د امريکاد متحده ايالاتو په ملاتړ پر هستوي وسلوسمبال پاکستان باندي ډيرکلونه بېله کوم ستر خنډه څخه حکومت وکړی، د سپتامبر له11 څخه وروسته متحده ایالاتوهغه ته د یو ستر متحد په توګه کتلي دي.خودهغه شهرت وروسته تر هغه تاواني سوو چي د هيواد ستر قاضي القضات څخه يې صلاحيت واخستی او د2007 عيسوي کال د نومبر په مياشت کي يې بيړنی حالت اعلان کړی تر څو د جمهور رييس په توګه د بيا ټاکل کيدو په وړاندي د هرډول خنډ مخنيوی وکړي.

مشرف، وروسته تر هغه د پوځ د مشرۍ څخه ګوښه سوو او د بهټو او شريف ګوندونو وکړای سول چي د2008 ميلادي کال د فبرورۍ په پارلماني انتخاباتو کي د هغه پلويانو ته ماته ورکړي.

واشنګټن دپنچشنبې په ورځ د پرويز مشرف پر خلاف په ښکاره توګه د پلان سوي دعوې له بهير څخه ځان ليري وساتۍ او وويل چي دا د پاکستان کورنۍ مسأله ده.