1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايتاليا: نور پر کشتيو راغلي مهاجر نه منو

۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبه

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير يو ځل بيا وویل چې هيواد يې نور په کشتيو کې د ورتلونکو مهاجرو د منلو توان نلري. د ايتاليا حکومتي چارواکو وايي چې د ايتاليا بندرونه دې يوازې مهاجرو لپاره نه ځانګړې کيږي.

https://p.dw.com/p/2fqor
Doku - Flucht übers Mittelmeer
انځور: AP Photo/E. Morenatti

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير مارکو مينيتي په یوه تازه مرکه کې ويلي دي چې اوس ايتاليا لپاره ډیره ستونزمنه ده چې په کشتيو کې د دغه هيواد ساحلونه ته راتلونکو مهاجرو ته پناه ورکړي. مينيتي دغه مرکه د یکشنبې په ورځ فرانسه کې د آلمان او فرانسې د کورنيو چارو وزيرانو سره تر ګډې ناستې مخکې وکړه.

د هغه مرکه په «ال میساګرو» نومي ورځپاڼه کې خپره شوې ده. دغه څرګندوني په داسې حال کيږي چې ايتاليا اروپايي ټولنې ته هم خبرداری ورکړی چې هيواد يې نور د مهاجرو ته د رسيدګۍ توان نلري او امکان شته چې د مهاجرو کشتيانې او جهازونه د ايتاليا ساحلونو ته تر رسيدو د مخه بيرته په شا وګرځول شي.

د ستونزو حل لارې چارې

د روم حکومت دغه راز د اروپايي ټولنې له نورو غړو څخه هم غوښتي دي چې د مهاجرو په تقسيم کې ورسره برخه واخلي.

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير په خپله مرکه کې زياته کړه چې دا ډول انګيرنه چې يوازې د ايټاليا ساحلونه دې د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا د راتلونکو مهاجرو لپاره کافي وي، ناسمه او غلطه ده. هغه وويل چې دی اروپا پلوی دی او دا د ډاډ سبب واقع کيږي چې کله له مهاجرو څخه ډک يو بحري جهاز د ساحلي ساتونکو تر څار لاندې د اروپايي اتحاديې د يو بل غړي هيواد ساحل ته رسيږي.

مينيتي دا هم وويل که څه هم بل غړي هيواد ساحلونو ته د مهاجرو کشتيو په رسيدو سره دا ستونزه نه هواريږي، خو بيا هم دا يو مثبت ګام دی.

د ليبيا رول


د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې اروپا پر لور د راتلونکو مهاجرو د مخې ډب کيدو د پاره د يوې ځواکمنې ليبيا اړتيا ليدل کیږي او له دې پرته بايد دننه په اروپا کې پر سرحدونو کنترول زيات کړل شي.

مارکو مينيتي په خپله مرکه کې زياته کړه چې حاضردمه اروپا ته راتلونکي ۹۷ سلنه مهاجرو د ليبيا له سواحلو څخه د مديترانې سمندرګې له لارې خپل سفرونه پیلوي. نوموړي په افريقا کې د معياري او بهتره ژوند لپاره د امکاناتو برابرول هم د دغې ستونزې د حل لپاره يوه مهمه چاره وبلله.

د ايتاليا، آلمان او فرانسې د کورنيو چارو وزيرانو ګډه غونډه پرون یکشنبه د جولای دویمه په ځايي وخت ماښام اته بجې پاريس ښار کې ترسره شوه. د مهاجرو نوي بحران ته په کتو دغه غونډه اړينه ارزول شوې ده.