1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا کریم خرم د ټاکنو د کمیسیون رئیس ټاکل کیږي؟

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

د ولسمشري چارو په دفتر کې ځینو سرچینو ویلي دي چې کیدای شي عبدالکریم خرم د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/160No
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

که څه هم تر اوسه پورې په کابینې او د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د بدلونونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي خو د ولسمشري چارو د ادارې ځینو سرچینو ویلي دي چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانۍ وزیر او د ولسمشر کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم، به د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر په توگه وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو د موسسې رئیس جانداد سپین غر، د پنجشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس باید یو بیطرفه وگړي وي او باید د ټولو گوندونو او مدني ټولنې له استازو سره تر مشورو وروسته وټاکل شي. هغه زیاته کړه: «رئیس باید داسې شرایط ولري چې د هغه بیطرفي گوندونو او د افغانستان خلکو ته ثابته کړي. باید د هغه په گمارلو کې ټول اړخونه ښکیل وي.»

د ټاکنو په نوي قانون کې راغلي دي چې ټول گوندونه باید د ټاکنو د رئیس په ټاکلو کې ښکیل وي. دا قانون لا تر اوسه پورې د پارلمان له خوا نه دئ تصویب شوی.

سپین غر ټینگار وکړ چې که د تاکنو د کمیسیون رئیس د ازادو میکانیزمونو له لارې و نه ټاکل شي نو گوندونه به د ټاکنو د پایلو په اړه پوښتنې راپورته کړي.

ټاکنې او د افغانستان راتلونکې

دا په داسې حال کې چې کارپوهان وایي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان راتلونکې، ولسمشري ټاکنو پورې تړلې ده. د دغو کارپوهانو په خبره راروان ولسمشري ټاکنې په هغه صورت کې په شفاف ډول تر سره کیدای شي چې د ټاکنو د کمیسیون رئیس یو بیطرفه وگړی وي.

د افغانستان د سیاسي چاروا کارپوه شاه حسین مرتضوي وايي: «ټول د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته ځير دي. که د ټاکنو کمیسیون وتوانیږي چې په دې ټاکنو کې د ټولو خلکو مشارکت تضمین کړي او ټاکنې په شفاف ډول تر سره شي، نو هغه ولسمشر چې د دې ټاکنو په پایله کې انتخابیږي کولای شي چې افغانستان د تاریخ یوه نوي پړاو ته بوځي. خو که په ټاکنو کې درغلي وشي، نو افغانستان به له یوه نوي کړکیچ سره مخامخ شي.»

د مرتضوي په خبره د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې درغلیو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اعتبار ته تاوان رسولی دئ. هغه وایي چې دا کمیسیون یوې جدي کره کتنې ته اړتیا لري چې وشي کولای د ۲۰۱۴ کال ټاکنې په شفاف ډول په لاره واچوي.

مرتضوي زیاتوي چې که د ټاکنو د کمیسیون مشر یو بیطرفه وگړی نه وي او و نه شي کولای چې نړیوالې مرستې جذب کړي، نو دا به د افغانستان په ضرر وي.

د افغانستان د پارلمان او د «تغیر او امید» د ائتلاف غړی احمد بهزاد، وايي چې د شفافو ټاکنو اصلي شرط دا دئ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشري یو بیطرفه وگړی وکړي.

بهزاد زیاتوي چې د افغانستان راتلونکې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پورې تړلې ده او که سر له اوسه په دې ټاکنو کې د درغلیو له پاره لاره هواره شي نو د هغه په خبره د افغانستان خلک به ناهیلې شي.

کابل/ حسین سیرت
کتونکی: مسعود جهش