1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا پر ايران فشار مخ په زیاتېدو دی؟

احمد ولي اڅکزی (کونراد ناومي)۱۳۹۱ بهمن ۱۸, چهارشنبه

ايران د خپل اتومي پروگرام په هکله خبرو ته چمتووالی ښوولی. کارپوهان هيله لري چي د امریکا او ايران تر منځ به په مستقيمه توگه خبري وسي. د امریکا د ولسمشر مرسیتال په وروستیو وختونو کې ایران ته د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

https://p.dw.com/p/17YuX
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان په هامبورگ ښار کي د سولي د څېړنيز انستتيوت رئيس ميشايل برڅوسکا، د هغو کارپوهانو له ډلې څخه یو دی چي وايي «که د ايران په اتومي کړکېچ کي ټولې دپلوماتيکې هڅې ناکامه سي نو په سېمه کي د نوې جگړې د رامنځ ته کیدو خطر رامنځ ته کیږي.»

ايران د خپل اتومي پروگرام په هکله د يکشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې په دويمه نېټه) خبرو ته یو ځل بیا چمتووالی وښود. د نوموړي هيواد د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي، په دې ترتیب سره د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر د مرستیال جو بايدن، څرگندونو ته مثبت جواب ووايه. تر دې مخکې جو بايدن ايران د دغه هيواد د اتومي پروگرام پر سر خبرو اترو ته رابللی وو.

تر دې امريکايي بلنې دوه ورځې وروسته د ايران مشر منځگړي سعيد جليل، د دې پخلی وکړ چي هيواد به يې د فبروري په وروستیو ورځو کي د قزاقستان په غونډه کي گډون وکړي. دغه غونډه د ايران د اتومي پروگرام پر موضوع جوړيږي.

ايران پر دې خبره باندې ټينگار کوي چي اتومي پروګرام یې یوازې سوله ییز اهداف لري، خو متحده ایالاتو او یو شمیر نور لویدیځ هیوادونه شک لري چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي.

برڅوسکا وايي چي په زياته بيا اسرائيل د ايران د اتومي پروگرام په هکله اندېښنې لري. نوموړی زیاتوي: «د اسرائيلو هغه اندېښنې چي گواکي ايران د اتومي وسلو جوړولو ته ډېر نزدې سوی دی، بايد جدي ونيولې سي.»

ايران د اتومي وسلو جوړولو ته څومره نزدې سوی دی؟

د برڅوسکا په اند ايران نه غواړي چي اتومي وسلې جوړې کړي، خو نوموړی زياتوي چي که د ايران مشرتابه وغواړي نو بيا ورته د اتومي وسلو جوړول د دوو درو مياشتو څخه په کم وخت کي ممکنه خبر ده. له همدې کبله لوېديځ کوښښ کوي چي پر ايران د بنديزونو لگولو له لاري فشار لا زيات کړي. د سولي د څېړنيز انستتيوت رئيس برڅوسکا، په دې اند دی چي پر ايران لگول سوو بنديزونو پر دغه هیواد باندې جدي اغېزې کړې دي.

هغه وايي: «داسې معلوميږي لکه بنديزونو چي پر ايران اغېزې پریښودل پېل کړې وي. د دغه هيواد اقتصاد له رکود سره مخامخ دی او د نفتو په خرڅلاو کي يې هم کمښت راغلی دی. داسي بريښي چي ايران حتی تر ارزښت څخه په ټيټ قيمت نفت خرڅوي، چي له کبله يې د دې هیواد عايدات زښت کم سوي دي او تجارت يې تر فشار لاندي راغلی دی.»

د اسرائيلو ممکنه پخپل سر اقدام

په داسې حال کي چي صالحي د نوو خبرو اترو له پاره د شته بنديزونو د ليري کولو غوښتنه کړې ده، د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غړو د آلمان په شمول تر اوسه دغه مخکینی شرط نه دی منلی. خو دا چي ايا په راتلونکو ورځو کي به په دغه نظر کي بدلون راسي که څنگه لا نه ده څرگنده.

د کېتم هاوس بريتانوۍ اند خونې یا «تينک تنک» غړی يوسي مېکلبېرگ وايي: «که ايران يو ځل اتومي وسله تر لاسه کړه نو بيا به ډېر ناوخته وي. د اسرائيل مشرتابه په دې ډاډه ده چي د ايران له خوا د خبرو اترو وړانديزونه یو داسي تاکتيک دی چي مقصد يې په موضوع کي د لا زيات ځنډ راوستل دي او نه دا چي د موضوع له پاره د اړخونو د تفاهم هڅه وسي. له بل اړخه اسرائيلي مشرتابه نړۍ ته دا باور ورکول غواړي چي که پر ايران فشار ډیر نه سي، نو ښايي اسرائیل پر ايران پوځي بريد وکړي.»

د نړیوالې سولې له پاره د کارنېگي اېندومېنت په نوم ټولنې پير گولدشمدت، بيا وايي چي د اسرائيل له لوري پر ايران خپل سرانه بريد به يوه تېروتنه وي.