1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا ملایان به د دولت په گټه تبلیغ وکړي؟

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د کندهار چارواکي وايي چې په نزدې راتلونکې کي افغان حکومت د منظم پلان له مخې په ښار او ولسواليو کي د مسجدونو ملا امامانو ته د وعظ او نصيحت له پاره ځانګړې موضوعات وټاکي چې له دې لارې خلک د دولت خوا ته وبلي.

https://p.dw.com/p/1558P
انځور: AP

د کندهار د والي د دفترمسئول ډاکټر پروېز نجيب، وايي چې د دوى هڅه دا ده چې له دې لارې د خلګو او دولت تر منځ راپيدا سوي درزونه له منځه یوسي.

نوموړى زياتوي چې اوس مهال ملا امامان تر هر بل چا ښه کولاى سي چي د خلګو ذهنونه د منبر له لارې روښانه کړي او د دولت ترڅنګ ئې ودروي:

«د حج او اوقافو رياست او د علمأو اصلاحي ټولنه به د مسجدونو امامانو ته بيلابيل موضوعات تبلیغوي. د بیلگې په توگه ملا امامان به خلکو ته وایي چې ځانمرګي بريدونه او د کوکنارو کښت په اسلام کي حرام دي.»

نجيب زياتوي چې د حج او اوقافو رياست به د ملي پوليسو او ملي اردوعقيدتي مسئولينو ته دا زمينه هم چمتو کوي چي په کليو او ښارونو کي له خلګو سره پر اسلامي او ټولنيزو موضوعاتو باندې په مسجدونو او نورو ټولنیزو مجلسونو کې خبرې وکړي او خلګو ته د اوښيي چي ملي پوليس او ملي اردو د دوى ورونه دي او پر اسلامي کلکه عقيده سمبال دي.

خو د کندهار ښاريان او د ولسواليو اوسيدونکي اوس دا ډول پلانونه عملي کیدونکي نه ګڼي. کندهاريان وايي چې نه يوازي په کليواليو سيمو بلکې په ښار کي لا هم خلګ دې ته چمتو نه دي چي د ملا امامانو څخه د حکومت په ګټه سياسي موضوعات واوري.

دوى وايي چې که دولت غواړي چي د عام ولس زړونه خپل کړي نو لومړى دې په خپلو څانګو کي نېمګړتياو ته توجه وکړي او د خلګو له ناحقه زهيريدو څخه دې لاس واخلي.

په همدې حال کې بیا د کندهار د ولايتي شورا غړى نعمت الله خان شیر دلي، بيا وايي چې دا کار له امکان څخه لیرې دئ. هغه زیاتوي چې دا کار به هغه وخت لا ښې پايلې ولري چي ملا امامان پر منبر باندې د دولت خاليګاو ته هم ګوته ونيسي او د اصلاح له پاره ئې مشورې ورکړي.

د شير دلي په خبره اصلاح هغه مهال رامنځ ته کيداى سي چي سالمې نيوکې موجودې وې، د هغه په خبره يوازې ستاينې اوغندنې د ستونزو د حل لار نه ده:

«دا د دولت ښه پاليسي ده او بايد علمأ په داسې وخت کي خپل مسئوليت په ښه ډول سر ته ورسوي. ټول هغه کارونه چي ناوړه وې باید خلګو ته روښانه سي. علمأو ته په کار ده چي همدا رنګه د دولت خاليګاوي هم ور وښيي او ورته لازمې مشؤرې ورکړي.»

د شير دلي په خبره اوس هغه وخت را رسيدلى دئ چي دولت د خپلو خلګو د هوساينې په موخه له ډېر زغم څخه کار واخلي او له دې لارې ټولو ته وښيي چي دولت د خپلو نيمګړتياو د حل له پاره په رښتيا هم هڅه کوي.

په کندهار کي چارواکي په داسي حال کي ملا امامانو ته په مسجدونو کي د نصيحت له پاره موضوعګانې ټاکي چي نزدې دوه مياشتې پخوا د حج او اوقافو وزارت له خوا راغلي پلاوي په کندهار کي د ټولې حوزې په کچه د ديني علماو يو سمينار جوړ کړ او پر دې خبره ئې ټينګار وکړ چي د مسجدونو له منبرونو څخه بايد د خلګو د اسلامي او ټولنيزې پوهې د پرمختګ له پاره کار واخيستل سي.

محمد ابراهیم سبيڅلی
کتونکی: مسعود جهش