1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د مخبرۍ په بدل کي پناه غوښتونکي قبول سوي؟

۱۳۹۴ بهمن ۱۱, یکشنبه

د آلمان کيڼ ګوند شک لري، چي د آلمان استخباراتي ادارې BND له پناه غوښتونکو څخه د مخبرانو کار اخيستی او د معلوماتو په بدل کي يې هغوی ته پيسې ورکړي دي. ‌BND دغه تورونه ردوي.

https://p.dw.com/p/1HmRN
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د بهر له پاره د آلمان استخباراتي ادارې BND او کورنۍ امنيتي ادارې فرفاسُنګ شُتڅ د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۳ کالونو تر منځ د ۸۵۰ پناه غوښتونکو سره تماس نيولی دی. يادو امنيتي ادارو دغه تماس نيولی چي له پناه غوښتونکو څخه معلومات تر لاسه کړي.

د تماس نيونې په تړاو دغه معلومات د آلمان د حکومت په هغه جواب کي راغلي دي چي په پارلمان کي د کيڼ ګوند د پوښتني په ترڅ کي ليکل سوی دی. د آلمان «ډېر شپيګل» مجلې په دې تړاو يو راپور خپور کړی دی. د آلمان د حکومت دغه جواب د آلمان خبري آژانس ته هم رسېدلی دی. ويل سوي چي له ۸۵۰ هغو مهاجرو څخه چي ورسره آلماني استخباراتو تماس نيولی ؤ، د ۴۷۷ کسانو پناه غوښتتنه منل سوې او يا په بله اصطلاح قبولي ورکول سوې ده.

شخړيز عمل

خو د پناه غوښتونکو سره دا ډول تماس نيول او له هغوی څخه معلومات تر لاسه کول شخړيز عمل بلل سوی دی. هغه له دې کبله چي دغو پناه غوښتونکو ته د معلوماتو په بدل کي د پناه تر لاسه کولو ژمنه ورکول سوې. دا په داسي حال کي چي ښايي به نورو حالاتو کي دغو پناه غوښتونکو قبولي نه وای تر لاسه کړې.

په راپور کي راغلي چي ښايي د پناه غوښتونکو څخه دغه معلومات د پناه غوښتنه په پروسه کي د بهتره مؤقف ترلاسه کولو په بدل کي غوښتل سوي وي. زياته سوې چي له پناه غوښتونکو څخه پوښتني ګروېږنې د BND د «پوښتنو ګروېږنو د مرکزي دفتر» د مامورينو له خوا تر سره سوي دي. دغه مرکزي دفتر د ۲۰۱۴کال د جون په مياشت کي د آلمان د حکومت له خوا وتړل سو.

د تر لاسه سوو معلوماتو پر کېفيت شک

د آلمان د امنيتي حلقو په حواله ويل سوي دي چي BND اوس هم و آلمان ته د را مهاجر سوو بعضو کسانو څخه «د داوطلبۍ» پر اساس معلومات تر لاسه کوي. د آلمان د کيڼ ګوند سياستوالي مارتينا رېنر د آلمان «شپيګل» مجلې ته ويلي دي: «که استخبارات د معلوماتو تر لاسه کولو له پاره پر پناه غوښتونکو فشار راوستلو ته ادامه ورکړي، نو دا به نه يوازي يو غېر اخلاقي کار وي بلکه د تر لاسه سوو معلوماتو پر کيفيت او ريښتونولي هم بايد شک وسي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په عيني حال کي دغه تورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چي د پناه ورکولو او د استخباراتو له خوا تماس نيونې هيڅ اړيکه نه لري. د دغه وزارت یو وياند ويلي دي چي په آلمان کي د پناه ورکولو پر وخت «صرف او صرف د پناه غوښتونکي د پناه اړتيا» ته پاملرنه کيږي.