1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د اوباما د سوريې ستراتيژي ناکامه ده؟

احمدولي اڅکزی / شليس ګيرو۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

داسي معلوميږي لکه امريکا چي تر مخه لا په دې باور وي، چي د سوريې کورد مېشته ښار کوباني به د «اسلامي دولت» جنګياليو لاس ته ولويږي. ايا د کوبانې له سقوط سره به د باراک اوباما د هوايي بمباريو ستراتيژي ناکامه ثابته نه سي؟

https://p.dw.com/p/1DSat
انځور: Reuters/G. Cameron

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري، د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر ۸مه) وويل چي د امريکا له پاره د کوبانې د ښار ژغورنه د ستراتيژيکه لومړيتوبونو څخه نه ده. هغه زیاته کړه چي که څه چي د کوبانې وضعه ډېره بېرونکې ده، خو بيا هم د امريکا اصلي هدف «د اسلامي دولت د قومندې مرکزونه او د هغوی د بنسټيزو جوړښتونو» له منځه وړل دي.

د امريکا تلويزيوني شبکې CNN د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي له خولې ويلي دي چي د اوباما په نژدې کړيو کي داسي باور کيږي، چي کوبانې به د «اسلامي دولت» لاس ته ولويږي.

خو د هغه باوجوده امريکا متحده ايالاتو د کوبانې په سیمه کي د «اسلامي دولت» د جنګياليو پر ضد په هوايي بمباري کي زياتوالی راوستلی دی. خو دغه بمباري تر اوسه د «اسلامي دولت» د جنګياليو د مخنيوي سبب نه ده ګرځېدلې.

د کوباني سقوط د امريکا ماته؟

امريکايي ورځپاڼي «واشنګټن پوست» په خپل یوه رپوټ کې پر دې حالت باندې سخته نیوکه کړې ده. يادي ورځپاڼي ليکلي دي چي «امريکا د يوې فاجعې په څېر د هغه جګړې د بايللو په درشل ولاړه ده، چي د باراک اوباما له خوا تر اندازې په زيات احتياط، قيد او شرط، بې معنا او په خپل لاس رامنځ ته کړل سویو خنډونو سره پېل کړل سوې وه.»

د کوبانې پر سيمه د «اسلامي دولت» بيرغ
د کوبانې پر سيمه د «اسلامي دولت» بيرغانځور: Reuters/Umit Bektas

خو د بروکينګس انستيتيوت کارپوه مايک اوهانلان، وايي چي د سوريې د يوه ښار له سقوط سره دا نه سي ثابتیدای چي د باراک اوباما ستراتيژي ناکامه ده. خو د منځني ختيځ بل کارپوه او د هېريتيج فاوندېشن په نوم د واشنګټن مېشته آند خونې یا تینک تانک غړي جيم فيليپ، له آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل چي «د اوباما ستراتيژي د ناکامېدو په حال کي ده».

خو نوموړی وايي چي د وروستي قضاوت څخه مخکې بايد انتظار وسي، چي په زياته بيا د تيرو ورځو زيات سوې هوايي بمباري څه ډول ګټه رسوي. جيم فيليپ دا هم زياتوي چي يوازي د هوايي بمباریو په مرسته دغه جګړه د ګټلو نه ده. نوموړی وایي چي هوايي بمبارۍ د بريا له پاره پر مځکه د لا زيات استخباراتي کار اړتيا سته.

دغه کارپوه وايي چي د عراق په پرتله په سوريه کي د امريکايي استخباراتو اغېز ډېر کم دی چي دا يوه لويه ستونزه ده. د هغه په وينا که څه چي د امريکا له پاره اوس هم عراق لومړيتوب لري، خو بايد امريکا پر دې هم غور وکړي چي سوريه د «اسلامي دولت» د جنګياليو له پاره د عقب نشيني يو ټاټوبی دی.

لا اوږد مزل په مخ کي دی

د بروککينګس انستيتيوت کارپوه مايک اوهانلان، وايي چي د امريکا هغه ستراتيژي چي غواړي په راتلونکو ۱۲ مياشتو کي ۵۰۰ سوريايي جنګيالي د «اسلامي دولت» پر ضد وروزي، يوه پخه او بشپړه ستراتيژي نه ده. د هغه په وينا دغه شمېر د بشارالاسد او هم د «اسلامي دولت» د قوې په پرتله ډېر کم دی. د اوهانلان په وينا امريکا ته د سوريې د ستراتيژي په عملي کولو کي لا د لاري يوه لويه برخه پاته ده.

د امريکا پخوان ولسمشر جيمي کارتر
د امريکا پخوان ولسمشر جيمي کارترانځور: Getty Images

د اوباما د تکراري څرګندونو باوجوده چي عراق او سوريې ته به امريکايي عسکر ونه لېږي، د امريکايي ولس تر منځ دا بيره ډېره زياته شوې ده چي امريکا ښايي په يوه نوې جګړه کي ښکېل سي. له بل اړخه د امريکا د جمهوري غوښتونکو ګوند استازو لکه سناتور جان مېکېن د اوباما پر پاليسي سختي نيوکي کړي دي. په عيني حال کي د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر هم پر اوباما انتقاد کړی او ويلي يې دي چي د اسلامي دولت پر ضد د عمل پر وخت د اوباما تردد او نه قاطعيت د دې سبب سو، چي دغه افراطي ډله په چټکۍ سره پرمختګ وکړي.

کارپوه جيم فيليپ وايي چي امريکا متحده ايالات په دې لټه کي دي، چي ترکيه په سوريه کي د «اسلامي دولت» پر ضد لا زيات فعاليتونه وکړي. خو د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان غواړي چي د هوايي بريدونو لمن دي د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو پر وړاندي هم پراخه کړل سي او د سوريې پر هوايي اقليم دي د پرواز بنديز ولګول سي. خو امريکا متحده ايالات دا نه غواړي. فيليپ وايي چي د کوبانې ښار د ترکیې پر سرحد پروت دی او «که ترکيه د هغه سقوط زغملای سي، نو واشنګټن یې هم زغملای سي».