1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا د آلمان او دنمارک پر سرحد د پاسپورټ کنترول بيا پيليږي؟

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

د اروپا په شمال کې د کډوالۍ مقررات سختيږي: لومړی سويډن د دنمارک د پولې په اوږدو د کنترول کولو ګواښ وکړ، اوس د دنمارک حکومت غواړي چې د آلمان سرحد په اوږدو هم کنترول پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1HXM6
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د آلمان او دنمارک د ګډې پولې په اوږدو د پاسپورټونو کنترول ښايي بېرته پيل شي. دغه خبره د دنمارک د حکومت مشر، لارس لوکه راسموسن د نوي کال په وينا کې کړې ده: «موږ نه غواړو چې په خپلو لويو لارو باندې بيا کډوال ووينو. موږ آرامي او نظم غواړو نضمين کړو.»

د دې څرګندونو تر شا د دنمارک او سويډن د پولې په اوږدو د کنترول خبره پرته ده چې د دوشنبې په ورځ بېرته پيليږي. د دغو نويو کنترولونو امر سويډن د کډوالو د لوړ شمېر له کبله ورکړی او په دې توګه خپل ګاونډی مملکت په غوسه کړی دی.

د کډوالو په کنوانسيون کې هم تغييرات په نظر کې دي

د دنمارک له خوا شوی خبرداری د دنمارک د حکومت له سختې تګلارې سره سمون لري. د کډوالو د کړکېچ له کبله لومړي وزير راسموسن د يکشنبې په ورځ په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د کډوالو په کنوانسيون کې هم بدلونونه ياد کړي ول. د راسموسن حاکم ښي اړخي «وېنسرې» نومی ګوند په خپل هېواد کې د رايو اکثريت نه لري او د نورو تر څنګ د کډوالو د راتګ ضد دنمارکي ولسي ګوند ملاتړ ته اړ دی. دنمارک په دې وروستیو کې د پناه غوښتنې مقررات سخت کړي ول څو د کډوالو د ورتګ مخه ونيولی شي.

د نويو مقرراتو له مخې کډوال په دغه هېواد کې يوازې تر درې کاله تېرولو وروسته کولای شي چې د خپلې کورنۍ غړي هم راولي. سربېره پر دې پوليسو ته حق ورکړل شوی دی چې پناه غوښتونکي او د هغوی له خوا راوړل شوي بکسونه او کڅوړې وګوري او پيسې او داسې قيمتي شيان ورڅخه ونيسي کوم چې د هغوی د اقامت له پاره لګښتونه پوره کولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د سويډن او آلمان سره په توپير په دنمارک کې د کډوالو شمېر يوازې لږ ختلی دی. د جنورۍ او نومبر مياشتو په منځ کې ۱۸۰۰۰ انسانانو هلته د پناه غوښتنه کړې وه. مستندويه ټولنو د پناه غوښتنې قانون پر سختېدلو باندې سختې نيوکې کړې دي.

ناروې هم غواړي د پناه غوښتنې مقررات سخت کړي

د اروپا په شمال کې دنمارک يوازنی مملکت نه دی چې هڅه کوي د پناه غوښتنې قانون سخت کړي. ناروې هم داسې ورته پلانونه لري. په اوسلو کې حاکم منځني ښي اړخي حکومت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له سويډن يا د شېنګن ساحې له نورو هېوادونو څخه راغلي کډوال به نه ورپرېښودل کيږي. سږ کال تقريبا ۳۰۰۰۰ انسانانو په ناورې کې پناه غوښتې ده، چې اکثريت يې له سويډن څخه ناورې ته ورغلي ول.

د کډوالۍ او ادغام د چارو وزيرې، سيلوي ليستهاوګ وويل چې ناروې داسې د پناه غوښتنې سياست غواړي غوره کړي «چې په اروپا کې به په تر ټولو سختو مقرراتو کې وشمېرل شي.» د ښي اړخي «راتلونکي» په نوم ګوند پورې مربوطې دغې سياستوالې وويل چې د پناه غوښتنې سختو مقرراتو ته اړتيا ليدل کيږي تر څو هغه کسان چې هېواد ته داخليږي، ومنل او ټولنې ته ورکډ کړای شي. د ټولنيزو مرستو کمېدل هم په نظر کې نيول شوي دي او د کډوالو بېرته لېږل به هم ګړندي کيږي. سربېره پر دې به د کورنۍ د غړو ورتګ او د دايم اقامت مقررات هم لا پسې سخت شي.