1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا اروپايي بانک به له الوتکو پيسې وپاشي؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۳, جمعه

د نارديا بانک د اټکل له مخي د اروپا مرکزي بانک د انفلاسيون د زیاتولو په مقصد د يورو پول واحد د ساحې اوسېدونکو ته د نغدو پيسو ډالۍ ورکولای سي. د دغه بانک په وينا مرکزي بانک د ۴۴۴ ملياردو يورو نغدو تحفو وس لري.

https://p.dw.com/p/1IO4Y
انځور: picture-alliance/dpa/M. Müller

انفلاسيون د پيسې د ارزښت کمېدو ته او ديفلاسيون د پيسې ارزښت زياتېدوته ويل کيږي. د دې له پاره چي د يوې سيمي او ساحې اقتصادي وضعه چي په ګڼ شمېر نورو فاکتورونو پوري تړلې وي، متوازنه پاته سي، د يوې ټيټي کچې انفلاسيون ته اړتيا وي. د تيورۍ له مخي که انفلاسيون ډېر زيات سي هم اقتصاد ته زيان رسوي او که ډېر کم سي هم د اقتصاد د ودې مخه نيسي.

په داسي حال کي چي د يورو پول واحد په ساحه کي انفلاسيون د څو کالو راهيسي ټيټ دی، داسي بيري موجودي دي چي ښايي د دغې ساحې اقتصاد ته زيان واړوي. همدا وجه ده چي د اروپا مرکزي بانک د تقريبا يو کال راهيسي بانکونو ته په ملياردونو يورو ارزانه قرضې ورکوي يا په اصطلاح بازار ته ارزانه پيسې پمپوي، چي اقتصادي وده زياته سي.

هره مياشت ۶۰ زره مليونه يورو

ياد مرکزي بانک په ۲۰۱۵ کال پرېکړه وکړه چي د ۲۰۱۶ مېلادي کال تر سپتامبر پوري به هره مياشت ۶۰ مليارده يورو بازار ته ورکوي. يو مليارد د ۱۰۰۰ مليونو څخه عبارت دی. د هغه وخت د پرېکړي له مخي به د اروپا مرکزي بانک د روان کال تر سپتامبر پوري ۱۱ سوه مليارده ارزانه يورو بازار ته وړاندي کړي.

د ارزانه څخه دلته مقصد دا دی چي ياد مرکزي بانک تقريبا په صفر سود سره دغه پيسې بانکونو ته په قرضه ورکوي. دا د دې هيلي له مخي چي که بانکونه زياتي پيسې ولري نو به په آسانه توګه و وړو او لويو شرکتونو ته قرضې ورکولای سي چي په بدل کي به يې د کار او روزګار نوي آسانتياوي رامنځ ته سي. کله چي زیات خلک کار ولري نو بيا کولای سي چي په دغو پيسو په بازار کي زیاته خريداري وکړي چي دا د تجارتي راکړه ورکړي، اقتصادي ودې او په مجموع کي د اقتصاد په ګټه تماميږي.

په آلمان کي چي د يورو ساحې غړی هيواد دی، د بېلګي په توګه په ۲۰۱۵ مېلادي کال د انفلاسيون کچه تر ۱ فيصده لا هم کمه وه. په روان ۲۰۱۶ مېلادي کال کي دغه کچه حتی تر صفر اعشاريه پنخه لا هم ټيټه روانه ده. نو په داسي حال کي چي د اروپايي مرکزي بانک يادي تګلاري تر اوسه لا د انفلاسيون کچه هومره نه ده جګه کړې لکه چي ورته اړتيا سته نو پر نورو ممکنه اقداماتو غور کيږي.له څرخي الوتکو د پيسو پاشل

د اقتصاد پوهانو تر منځ د اقتصاد د ودې او د انفلاسيون د زياتولو هغه تر ټولو آخره لاره «له څرخي الوتکو څخه د پيسو پاشل» ګڼل کيږي. دا په دې مقصد چي د اړونده ساحې اوسېدونکو ته د پيسو دومره نغدي ډالۍ ورکول سي، چي په بازار کي د پيسې ارزښت راټيټ او انفلاسيون زيات سي. خو د دغه ګام د عملي کولو له پاره له الوتکو څخه پيسې پاشل ممکنه نه دي. بلکه په دغه مورد کي «له څرخي الوتکو څخه د پيسو پاشل» صرف يوه اصطلاح ده. که په رشتيا څوک دغه ګام اخيستل غواړي نو يې د اقتصاد پوهانو په آند د عملي کولو لاره دا ده، چي د ځانګړي بانکي حسابونو له لاري د اړونده ساحې ټولو اوسېدونکو ته مفتي پيسې ورحواله کړل سي.

د نارديا په نوم د سوېډني بانک کارپوهانو ويلي دي چي که اروپايي مرکزي بانک د يورو د ساحې پر اوسېدونکو د پيسو د وېش اقدام کول غواړي، نو دوی يې مقدار معلوم کړی دی. د ياد بانک په وينا هغه مقدار پيسې چي د اروپايي مرکزي بانک په وسه پوره دي د اړين انفلاسيون رامنځ ته کولو له پاره يې تحفه کړي، ۴۴۴ مليارده يورو دي.

مقدار لا جګ واقع کېدلای سي

د نارديا بانک د کارپوهانو رئيس يان فون ګېريش ويلي دي چي اروپايي مرکزي بانک په اقتصادي توګه د دې توان لري چي د يورو ساحې هر اوسېدونکي ته يو واري في کس ۱۳۰۰ يورو تحفه کړي. ګېريش زياته کړې چي اروپايي مرکزي بانک ياد مقدار پيسې بېله د ځان د اقتصادي ګواښ سره مخامخ کولو له خپلو منابعو څخه پر خلکو وېشلای سي. د دغه کارپوه په خبره دغه مقدار حتی لا جګېدلای سي که اروپايي مرکزي بانک له نورو منابعو څخه مرسته وغواړي چي البته دغه کار په اقتصادي توګه مرکزي بانک ته ګواښ رامنځ ته کولای سي.

Parteienfinanzierung Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

خو د اروپايي مرکزي بانک لوړپوړي چارواکي بېنويت کويرې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۳۰مه نېټه) وويل چي دغه بانک اوس هيڅ ډول داسي پلان نه لري چي «له څرخي الوتکو پيسې وپاشي.» نوموړي وويل چي د ياد بانک د رئيسانو شورا پر دا ډول هيڅ موضوع بحث نه دی کړی. کويرې زیاته کړې چي د دغه کار عملي کول بېله د حکومتونو د مشارکت څخه ناممکنه دی. د هغه په وينا دا خبره هم لاجوابه ده چي دغه ډول اقدام به په قانوني توګه څنګه د توجيه وړ وي.

د دې څخه تر مخه د آلمان د مرکزي بانک رئيس ينس وايډه مان هم له «څرخي څخه د پيسو د پاشلو» له مفکورې سره مخالفت ښودلی ؤ.