اوکسفم: مرستې بايد په افغانستان کې عادلانه وويشل شی
۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبهاعلان
په لندن کې ميشتې ټولنې اوکسفم په افغان حکومت باندی نيوکه کوی، که څه هم افغانستان په ملياردونه ډالرو مرسته تر لاسه کړی ده، خو د دغه هېواد بيا رغونه ښه برمخ نه ځی.
د مرستو پيسې په ناسمه، غير منظم او بې له همغږۍ لګول کېږي او عامو خلکو ته کوم چې دغه مرستو ته اړتيا لري او دغه مرستې د هغوی په نامه ورکول کېږی، نه رسيږي.
ټولنه هيله لری، چې د جمهوري رياست او ولايتي جرګو له انتخاباتو نه وروسته به اداري ريفورمونه راشي، تر څو افغانستان ته له بهر ورکول شوی مرستې په ښه توګه افغانانو ته ورسول شي.
اوکسفم دی ته ګوته نيسی چې يوازی د امريکا متحده ايالتونه د امنيت لپاره هره ورځ سل مليونه ډالر لګوی، حال دا چې د ټولو مرستنديو هېوادونو ورځنۍ مرستې يوازی اوو مليونو ډالرو ته رسيږی.
يحيی وردک