1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکسفام: د مرستو څخه د سياسي او نظامي هدفونو لپاره کار اخيستل کيږي

۱۳۸۹ بهمن ۲۱, پنجشنبه

دغه بشري سازمان نن وويل چي مرسته کونکي هيوادونه په افغانستان او ځينو نورو هيوادونو کي له خپلو مرستو سره سياسي او امينتي هدفونه تعقيبيوي او په دي ډول د دغو مرستو اغيزمنتوب بې ارزښته کوي.

https://p.dw.com/p/QzZw
د اوکسفام نړيوال بشري سازمان
د اوکسفام نړيوال بشري سازمانانځور: AP Graphics

د اوکسفام په نامه بشري سازمان چي مقر يې په لندن کي دی په خپل يو وروستي رپوټ که له بې وزلو هيوادونو سره د شتمنو هيوادونو مرستي تر ارزوني لاندي نيولي.

دغه سازمان وايي چي مرسته کونکي هيوادونه خپلي بشري او پرمختيايي مرستي تر زياتي کچي هغو هيوادونو او سيمو ته متمرکزي کړي چي د هغوی په نظر دوی ته سمدلاسه امينتي ګواښونه پيدا کوي، په عين وخت کي د نړۍ ځيني نوري بې وزله او مصيبت ځپلي سيمي له پامه غورځولي دي.

د اوکسفام په رپوټ کي چي عنوان دی «دا مرستي د چا دي؟» راغلي: « که چيري يو هيواد يا سيمه او يا شخړه د شتمنو هيوادو په بهرني پاليسي کي د پام وړ نه وي، هغه دا سيمي د ټولو بشري اړتياوو سره سره، له پام څخه غورځول کيږي.»

اوکسام چي يونړوال غير حکومتي سازمان دی او په نړۍ کي د بې وزلۍ او عدالت وضعيت څاري، خبرداری ورکړی چي د شتمنو هيوادونو دغسي يو سياست د دوي مرستي ضايع کوي او کله هم ښايي د خطرناکو مرستو پروژو لامل وګرځي.

رپوټ وړاندي يادونه کوي: سر بيره پردې د سياست او پوځي ګټو پر بنسټ ولاړي مرستي د دې سبب ګرځيدلي چي د مرستو د پروژو کارکونکي او د مرستو تر لاسه کونکي ټولني او خلک د حملو هدف وګرځي.

د اوکسام په رپوټ کي د سياسي او پوځي هدفونو په مقصد مرستو د تاوان په اړه افغانستان مثال راوړل سوی، او وايي چي يوازي په 2010 کال کي په دغه هيواد کي 126 پيښي رامنځ ته سوي چي په هغو کي د ملي او بين المللي غير حکومتي سازمانونو کارکونکي د حملو هدف ګرځيدلي دي.

د غير حکومتي سازمانونو د مصونيت د دفترد معلوماتو له مخه په دغو حملو کي لږ تر لږه 28 مرستندويه کارکونکي وژل سوي او 33 نور ټپيان سوي دي.

د اوکسفام رپوټ زياتوي چي د نړۍ 48 «بي ثباتو» دولتونو ته د پرمختيايي مرستو يو پر دريمه برخه له 2002 کال را په دي خوا يوازي دري هيوادونو ته تللي دي: عراق، افغانستان او پاکستان ته.

دغه رپوټ چي نن يې جزييات خپاره سول پکښي راغلي:« په دغه موده کي د شتمنو هيوادونو له خوا په ټوليزه توګه په مرستو کي 40 مليارده ډالره زياتوالی راغلی چي دوه پر پنځمه برخه يې يوازي په عراق او افغانستان کي مصرف سوي دي.»

د اوکسفام په رپوټ کي پر ناټو او امريکا متحده ايالاتو باندي تور لګول سوی چي هڅه کوي په افغانستان کي د مرستي پيسې د خپلو پوځي هدفونو سره ګډي کړي.

په ډيرو حالاتو کي پرمختيايي او د بيا رغاوني پروژې د پوځي عملياتو سره موازي رواني دي.

نوموړی بشري سازمان يادونه کوي چي، په افغانستان او عراق کي بهرني پوځي ځواکونه ځيني وختونه خپلي مرستي د خلکو ملاتړ او يا هم د ياغيانو په هکله د معلوماتو د ورکړي سره مشروط کړي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل