اوکراين: د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ ژوند
په زرونه زاړه او بې وزله وګړي د اوکراين د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ د شپې له خوا هم د توپونو په ډزو کې ويده کيږي. دييګو کوپالو له دنيڅک څخه دغه انڅوريز رپوټ رالیږلی.
په جنګ ځپلې سيمه کې بنديان
هره ورځ د لمر خاته د مخه ډزې پيليږي. د جګړې ليکو ته څيرمه په خطرناکه سيمه کې اوسيدونکي وګړي د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او د اوکراين د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې له ځان څخه هيڅ دفاع نه شي کولای. ايوان پولانسکي هم په دې ساحه کې ژوند کوي. تل يې کور د جګړې په ترڅ کې په نخښه کيږي.
د ساتنې په انتظار
د زوانکا اوسيدونکو چې په اصطلاح د جګړې د لومړيو ليکو ترمنځ ناامنه ساحه کې ژوند کوي، د هغه يوه ګرځنده ډاکتر په تمه دي چې په اوونۍ کې یو ځل دغلته ورځي. لوتملا ستوتريکوف وايي: «سړی هره ورځ فکر کوي چې نن به يې يو راکټ په کور لګيږي. خو نه پوهيږي چې کله»
بې له بریښنا او مرکز ګرمي
په زوانکا کې يو وخت کابو ۱۰۰۰ تنه اوسيدل خو اوس دلته يوازې ۲۰۰ تنه دلته ژوند کوي. د دريو مياشتو راهیسې د سیمې وګړي نه بريښنا او نه هم ګاز لري. ستوتريکوف وايي: «کله کله مې د شپې په بستره کې بدن د ويرې په بستره کې ريږدي. خو ميړه مې راسره وي او زما لاس یې کلک نيولای وي.»
د تيښتې امکان نشته
د کراسمتورکس ښار د ایس او ایس د پروګرام همغږي کونکی الیکساندر وروشکوف وايي چې ډيري اوسیدونکي په ژمي کې هم په خپلو نيمو ویجاړو کورونو کې پاتې کيږي. ځکه په شا او خوا ښارونو کې د کورونو کرايې دومره لوړې شوي چې څوک یې د خلاصولو توان نه لري. دی زياتوي: «دمګړۍ په کراسمتورکس ښار کې کرايه د کيف په برابره لوړه ده. خو معاشونه ډير ټيټ دي.»
بشري مرستو ته اړتيا
د زوانکا ښځينه اوسيدونکې د درملو او وتامنونو د ترلاسه کولو له پاره کتار کې ولاړي دي. خوراکي او بشري توکي د مرستندويه ټولنو له خوا راړول کيږی. کله چې د سيمې اوسيدونکي وغواړي چې ووځي نو ټوله ورځ يې د کنترول پر پوستو په انتظار کې تیريږي. ويرا شارواروفا وايي: «موږ پخوا دلته هر څه درولودل خو اوس يوازې ساړه لرو»
له بمونو څخه ويره
ويرا انوشينا په سپارتک کې چې په اصطلاح د «دنيڅک د خلکو د جمهوريت» سره نزدې پروت ښار دی، له خپلې ګاونډۍ سره غږيږي. دا وايي: «سړی کولای شي له وضعې سره ځان جوړ کړي. سړی چې اوبه ونه لري، نو پیدا کوي يي. که بريښنا ونه لري خو بيا هم يوه چاره کوي. خو دا ويرونکي ده چې سړی نه پوهيږي بل بم به چیرته ګوزاريږي.»
شپږ ماتې پښتۍ
سويتلانا زاوادینکو په سپارتک کې د خپل کور مخې ته ولاړه ده. د يوه راکټ په لګيدو یې د کور ديوالونه راپريوتل. همسايه ګانو یې د ملبې راوویسته او روغتون ته یې وروسوله. شپږ پوښتۍ يې ماتې وي او ځيګر ته يې هم زیان رسیدلی وو. د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنګ په اړه څه فکر کوي، دې يوازې وخاندل.
«موږ اميد له لاسه ورکړی دی»
سويتلانا زواتينکو اوس روغه ده. دا د خپل سپي او پیشۍ سره يوازې ژوند کوي. دا چې دلته نه برق او نه هم ګاز شته نو پخلۍ د سکرو په يوه نغري کوي. دا وايي: «تير ژمۍ مو فکر کاو چې جنګ دريريږي خو اوس مو اميد له لاسه ورکړی دی.»
د نوي اوربند هیلې
د دنيڅک په څنډو کې خلک د بمونو څخه په امان کې دي. د جنګ د درولو د ناکامو هڅو وروستته اوس په برلين کې يو نوی اروبند ښايي رامنځته شي. ولسمشر پيترو پوروشينکو وويل چې دی چمتو دی د اوکراين په ختيځ کې دښمنۍ پای ته ورسوي او له سيمې څخه خپل ځواکونه وباسي.
آيا د دومره ډيرو تلفاتو وروسته شاتګ ممکن دی؟
که دواړه خواوې اوربند ته غاړه هم کيږدي نو د عسکرو له خوا یې د مقاومت امکان ډیر دی. د اوکراين د پوځ د ۸۱ هوايي لوا قوماندان ولاډيمير پارکامووچ وايي د دومره ډيرو عسکرو تر بايلولو وروسته که چیرې موږ ته د جنګ د درولو امر راکړل شي نو دوی ته به د غدار په سترګه ګورو.»