اوکرايني حکومت او مخاليفين تفاهم ته ونه رسېدل
۱۳۹۲ بهمن ۴, جمعه
د اوکراين د اپوزيسيون يو مشر ويتالي کليچکو پر خپلو پلويانو او احتجاج کوونکو د «اوربند» او حوصلې ږغ کړی دی. نوموړي دا غوښتنه د پلازمېني کيف په مرکزي ميدان کي کړې. خو د دغه سياستوال ياده غوښتنه د احتجاج کوونکو له خوا په شپېلکيو او د ناخوښۍ په اظهاراتو بدرگه سوه. کليچکو مظاهره کوونکو ته د خپلي وينا په ترڅ کي وويل چي حکومت ورسره ژمنه کړې ده چي تقريبا سل نيول سوي احتجاج کوونکي به د درو ورځو په جريان کي آزاد کړي. نوموړي زياته کړه، «هيله لرم چي حکومت به خپله دغه ژمنه پوره کړي.»
«اوربند» او حوصله
د اپوزيسون مشران په داسي حال کي پر خپلو پلويانو د حوصلې ږغ کوي چي د حکومتي او اپوزيسيون د استازو وروستۍ خبرو پايله ور نه کړه. د دې څخه تر مخه د اپوزيسيون مشر او د بهرنيو چارو پخواني وزير آرسنی ياڅنيک، داسي هيله ښودلې وه چي د حکومت سره خبري اتري به د ستونزي هواري ته لاره هواره کړي. نوموړي سياستوال د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۳مه) ويلي ول: «موږ غواړو چي د ويني تويدو ته د پای ټکی کښېښودل سي او د دغه کار زيات امکان سته.»
ياڅنيک د اپوزيسيون د دوو نورو مشرانو ويتالي کليچکو او اولېگ تياگنيبوک په ملگريتوب د ولسمشر ويکتور يانوکوويچ سره خبري اتري وکړې. تياگنيبوک ويلي ول چي لا زياتو «صلاح مشورو» ته اړتيا سته. حکومتي اړخ هيله ښودلې وه چي د کيف په کوڅو کي د خونړي تاوتريخوالي د درولو له پاره به تفاهم رامنځ ته سي.
د لومړي وزير د ليري کولو اټکلونه
د اوکراين د پارلمان رئيس ولاديمير ريباک، په عيني حال کي د پارلمان د ځانگړي ناستي خبر ورکړی دی. د نوموړي په وينا په دغه ناسته کي به د لومړي وزير نيکولای اساروف د ليري کولو پر امکاناتو باندې خبرې وسي. د دې تر څنگ د راتلونکي سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸مه) به پر هغه قانون يو ځل بيا پارلمان بحث وکړي چي له مخې يې په اوکراين کي د احتجاج کولو پر حق او پر رسنيو محدوديتونه رامنځ ته سوي دي.
د کتونکو په آند په دې توگه حکومتي اړخ د اپوزيسيون يوې مهمي غوښتني ته مثبت جواب ورکول غواړي. مبصرين په دې نظر دي چي ولسمشر ويکتور يانوکوويچ ښايي د اپوزيسيون د خوشاله کولو له پاره لومړی وزير اساروف قرباني او هغه له واکه ليري کړي. دا په داسي حال کي ده چي اپوزيسيون حکومت ته د سياسي غوښتنو د منلو له پاره ضرب الاجل ټاکلی دی. د دغو غوښتنو د نه منل کېدو په صورت کي اپوزيسيون د تاريخي لويو احتجاجونو گواښ کړی دی.
په اوکراين کي په داسي حال کي تشنج دوام لري چي لوېديځ په خواښيني سره د دغه هيواد حالت څاري. په دې ترڅ کي يو شمېر لوېديځوالو او اروپايي مشرانو خپل منځگړيتوب وړانديز کړی دی چي په کي د اروپايي کميسيون رئيس خوسې مانويل باروسو هم شامل دی.