1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوپل به تر ۲۰۱۴م کال پوري په اروپا کي فابريکې ونه تړي

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه
https://p.dw.com/p/14Qzl

د موټر جوړونې شرکت اوپل مشرتابه هغه راپورونه رد کړي دي چي پکښي ويل سوي ول چي اوپل په اروپا کي خپلې فابريکې بندول غواړي. د نوموړي شرکت د مشرتابه د جرگې رئيس کارل فريډريش شټراکه، بلډ نومي المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي تر ۲۰۱۴م کال پوري به په اروپا کي د دغه شرکت هيڅ کومه فابريکه نه تړل کيږي. نوموړي زياته کړې ده چي جي ايم د دې خبري گارنټي ورکړې چي پکښي بدلون نه دئ راغلی. جي ايم هغه امریکايي شرکت دئ چي د اوپل موټر جوړونې د شرکت ملکيت لري او په تېر کال ئې ۷۵۰ مليونه ډالره تاوان کړی وو.